هاګ محکمې سره په انلاین بڼه بشرضد جناتونه ثبتولی شئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په هالنډ کې د بشري جرمونو نړیوالې محکمې «هاګ» له افغانانو غوښتي چې په انلاین بڼه د جرمونو، جنایتونو او بشري سرغړونو اړوند معلومات ورسره شریک کړي.

دې محکمې پخپله رسمي ویبپاڼه د افغانانو لپاره یو ادرس اعلان کړی، چې له مخې يې هر څوک خپل شکایت، بشرضد پېښه او اسناد ورته لېږلی شي.

هاګ؛ د پر لیکه فورمې د ډکولو لپاره د د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورې تر وروستۍ ورځې وخت ټاکلی دی.

افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د دې اقدام هر کلی کړی او په وینا يې دوی اماده دي چې له دوی سره ځينه شته اسناد هم له دې محکمې سره شریک کړي.

د دې کمیسیون ویاند بلال صدیقي ازادۍ راډيو ته ویلي، له دوی سره د ځينو قربانیانو شکایتونه او اسناد خوندي دي، چې له دې محکمې سره مرسته کولی شي.

دا په داسې حال کې دی چې نږدې درې کاله وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق، عطامحمد نور او اسدلله خالد په ګډون د وخت اته لوړ پوړي چارواکي پر بشر ضد جنایتونو ککړ وبلل، چې په محاکمه کې يې تر اوسه کوم ګام نه دی اخیستل شوی.

هاګ نه دي ويلي، چې د اسنادو او شواهدو په صورت کې به د مجرمینو د محاکمې لپاره څه وخت اقدام وکړي.

له دې نړیوالې محکمې سره دلته خپل موضوعات شریکولی شئ:

https://www.icc-cpi.int//Pages/item.aspx?name=171120-vprs-inf-afgh&ln=Pashto

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د