نړۍ

د تهران کتاب، په نړیوال نندارتون کې افغاني کتابونه نه پرېښوودل کېږي

د تهران کتاب، د اووه ویشتم نړیوال نندارتون نن درېيمه ورځ ده چې په تهران کې د مینه والو پر مخ خلاص دی، مګر په دې درې ورځو کې لا د افغانستان او پاکستان پرنامه جوړې شوې غرفې تشې پاتې دي او کتابونه يې ترایراني پولو هغه خوا نه پرېښوودل کېږي.

د دې نندراتون د مسوولینو په وینا د افغانستان او پاکستان کتابونه ځکه په دې نندارتون کې نشي پرېښوودلای چې د دوی د مسوولې کمېټې له خوا له کتلو وروسته مالومه شوې ده چې په افغاني او پاکستاني کتابونو کې شعیه ضد تبلیغات شوي دي او د دوی په خبره دا د ایران له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
شرق ورځپاڼه وايي چې د دې کتابونو تر ټولو لویه نیمګړتیا داده چې شعیه ضد تبلیغات لري او د ایران پرځای يې د (فارس خلیج) کلیمې کارولې دي.د تهران کتاب، مسوولینو د بهرنیو کتابونو لپاره د څارنې کمېټه ټاکلې چې هر بهرنی کتاب باید د دو تر څارنې تېر شي. همدې کمېټې لاتراوسه پرېکړه نه ده کړې چې د نندراتون په درېیمه ورځ دې هم افغاني کتابونه ورپرېښوودل شي کنه.
یاد نندارتون په ایران کې اووه ویشتم هغه دی، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ پیل او ترلسو ورځو به د مینه والو پرمخ خلاص وي، افغانستان په یاد نندارتون کې د ځانګړي مېلمه په حیث ګډون کړی، چې لا يې هم د کتابونو لپاره ټاکل شوې غرفې تشې پاتې دي.

دا په داسې حال کې دی چې ایران د افغانستان په نږدې هر ولایت کې په خپل نامه کتابتون لري چې د خپلو تبلیغاتو لپاره پرېمانه کار ترې اخلي، پر دې سربېره دهېواد په هر پوهنتون کې عمومي کتابتون ایراني کتابونه لري، چې د ډېرو يې محتویات له افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې دي، یاده دې وي چې تراوسه د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x