نړۍ

قطر وايي د امیر پر ضد د کودتا هڅه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ په ترکیه کې د قطر سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه خبرونه رد کړه چې ګواکي په دغه هیواد کې د قطر د امیر پر ضد دي د کودتا هڅه شوې وي او د ترکیې ځواکونو دي هغه هڅه ناکامه کړې وي.

سفارت پر هغو خبرونو تبصره کړې چې په دې وروستیو کې د ترکیې په ځینو رسنیو کې خپاره شوي وه او ویل شوي وه چې د ترکیې ځواکونو د روان کال ۲۰۱۷ په جون میاشت کې د قطر د امیر پر ضد د کودتا هڅه ناکامه کړه.

د سفارت خبرپاڼې ویلي چې دغسي ادعاوي د حقیقت څخه لیري دي، په ځانګړي ډول د ترکي ځواکونو څخه هیڅ داسي غوښتنه نه ده شوې او نه هم هغوی مداخله کړې.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د ترکیې ځواکونو څخه کله هم غوښتنه نه ده شوې چې د قطر د امیر د استوګنځي امنیت دي تامین کړي.

او زیاته کړې دا خبره سمه ده چې د خلیجي شخړې پر مهال د عسکري مداخلې اندېښنه وه چې د کویت او ترکیې او ځینو نورو ملګرو هیوادونو په ګډو هڅو یې مخه ونیول شوه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سعودي حکومت د قطر سره اړیکې نورې هم خرابي کړي او ددغه هیواد سره یې یوازینۍ ځمکنۍ لاره په بشپړه توګه تړلې ده، اوس پر دغه لاره نه معتمرین تیریدلای شي او نه هم نور تګ را تګ ممکن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x