نړۍ

ولي سوډان، سعودي ته نیژدې «ستراتیژيکه» جزیره ترکیې ته په واک کې ورکړه؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په تیرو ورځو کې چې د ترکیې ولسمشر طیب اردوګان سوډان ته تللی وو، په دغه سفر کې يې د نورو تړونونو لاسلیکولو تر څنګ د «السواکن» جزیرې تړون هم لاسلیک کړی چې د ترکیې په واک کې به ورکول کیږي تر څو یې هغوی له سره جوړه او سیاحتي مرکز جوړ کړي.

جزیرة السواکن څه اهمیت لري:

جزیره السواکن پر سره سمندر پرته یوه وړه جزیره ده، مساحت یې شل کیلومټره مربع دی، د سوډان په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د سوډان د پلازمینې څخه ۶۴۲ کیلومتره او د بورت سودان ښار څخه ۵۴ کیلومتره فاصله لري.

د عثماني خلافت پر مهال دغه جزیره په ځانګړي ډول عثماني ځواکونو ساتلې وه تر څو په سوډان کې او بیا له هغه لاري سعودي ته د «پرتګالي» استعماري ځواکونو مخه ونیسي، ځکه چې د تاریخي اسنادو له مخې پرتګالي عیسوي استعماریانو غوښتل تر څو د مسلمانانو او عثماني خلافت تر ټولو مقدس ښار «مکې مکرمې» ته ځان ورسوي او هلته واکمن شي، چې له امله یې عثماني خلافت په سوډان کې او په ځانګړي ډول په دغه جزیره کې خپل ځواکونه ساتلي وه.

د سمندر پر غاړه د «بورت سودان» په نامه د بل ښار جوړېدو وروسته د جزیرة السواکن شاوخوا ۵۰ زره اوسیدونکي د کال ۱۹۰۹ څخه بیا تر ۱۹۲۲ پوري ټول وکوچېدل او جزیره یې خالي پرېښوده.

د وخت په تېرېدو سره د عثماني خلافت له لوري جوړي شوي ودانۍ زړې او ونړیدې او جزیره همداسي ړنګه بنګه پاتې شوه.

سوډان ته د سفر پر مهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د جزیرې څخه لیدنه وکړه او وې ویل چې ددغه جزیرې د ادارې تر لاسه کولو وروسته به هغه له سره ورغوي او د ترکانو لپاره به یې په سیاحتي مرکز بدله کړي، په ځانګړي ډول هغه ترکان چې غواړي عمرې ته ولاړ شي، هغوی ته به داسي پروګرامونه جوړ کړي چې له دغې تاریخي جزیرې څخه د مقدسو ښارونو پر لورې سفر وکړي او خپل د اجدادو تاریخ ور په یاد کړي.

بل خوا په ټولنیزو پاڼو کې یو شمېر دولت پلوه سعودي لیکوالانو د سوډان پر دغې پریکړې نیوکه کړې چې ولي يې جزیره ترکیې ته وسپارله، ځکه ددوی په وینا د جدې استراتیژيک سمندري بندر ته د سوډان تر ټولو نیژدې بندر همدا دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close