افغانستان

کابل کې د «صدای افغان» پر دفتر برید شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): څو شېبې وړاندې د پلازمېنې کابل په شپږمه امنیتي حوزه کې د «صدای افغان» په نامه د یوې رسنۍ پر دفتر برید شوی او اوس‌مهال د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، برید د یوه سرتېري بریدګر په وسیله شوی او وروسته وسله وال ودانۍ ته ننوتي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند محمد اسمعیل کاووسي په ننني برید کې د ۴ تنو د وژل کېدو او د ۶ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر تایید کړې، چې دغه برید د صدای افغان د رسنۍ پر ودانۍ شوی او ګڼو کارکوونکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د صدای افغان وېبپاڼې لیکلي، چې په دغه برید کې د ځاني تلفاتو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د صدای افغان وېبپاڼې مرکز د کابل په دشت برچې سیمه کې دی.

د ننني بريد مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

پر صدای افغان برید داسې مهال کېږي، چې دوه میاشتې وړاندې په کابل کې پر شمشاد راډیو ټلویزون برید مسوولیت داعش وسله والو اخیستی و.

د پېښې په تړاو به نور جزییات وروسته په لیکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x