نړۍ

د اوکراین پوځ د روس پلوه مخالفینو پر مرکزي ښار بریدونه پیل کړل

نن ټکی آسیا: د اوکراین په خیتځ کې د اسلوویانسک ښار اوسېدونکي وايي، د نن – جمعې- ورځې له ګهېځ مهاله راهیسې، د ښار په بېلابېلو کوڅو کې د درنو چاودنو او هوايي بریدونو ډزې اورېدل کېږي.

د اسوشیټيډ خبري اژانس په  استناد، له ویرې پر ټول ښار چوپتیا خپره ده او هېڅوک له کوره بهر وتلو ته زړه نه ښه کوي.

ځينې باخبره سرچینو وویل، چې داسې بریښي، چې دغه ښار چې د روس پلوه مخالفو وسلوالو تر کنټرول لاندې دی، د اوکراین د پوځ له نظامي برید سره مخ شوی وي، خو تر دم ګړۍ پورې دا خبر کومې رسمې سرچینې نه دی تایید کړی.

وسلوالو او روسي پلوه ملیشو په دې وروستیو کې د اسلوویانسک ښار له اوکراینه بېل او د روسيې سره تړلی اعلان کړ.

د اسوشيټيډ خبري اژانس خبریال ، چې په ښار کې یې له برید وروسته لمبې او لوګي په خپلو سترګو لېدلي، راپور ورکوي، چې د دغه ښار د وسلوالو مشر د اوکرایني ځواکونو د دوو چورلکو د را نسکورولو او د یوه پېلوټ د ژوندي نېولو ادعا کړې.

د نورو تلفاتو راپور تر اوسه پورې نه دی ورکول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x