افغانستان

روزګان : طالبانو د روغتيايي مراکزو بیا فعالیت ته اجازه ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):طالبان وايي په روزګان ولايت کې يې هغه روغتيايي مراکزو ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې چې د ولس په غوښتنه يې د څه مودې لپاره بند کړي وو.

د طالبانو د صحت او روغتيا کمېسيون د روزګان ولايت په اړونده ولسواليو او مرکز کې د څه مودې لپاره ټول صحي مرکزونه وتړل ، دوی ويل ياد مراکز او کارکوونکو يې يوازي او يوازي نمايشي رول لري ، د ولس لکه څنګه چې حق دی هغسي خدمت نه کوي.

د طالبانو په وينا کله چې ولسي وګړو له روغتيايي مراکزو او کارکوونکو څخه شکایت وکړ نو موږ يې ستونزه تر هغو جدي تعقيب کړه چې د صحت کمېسيون يې د يومخ بندېدو وړانديز وکړ.

نن ټکي اسيا ته د طالبانو له لوري په راغلې اعلاميه کې ويل شوي چې د روغيتايي مراکزو سره رامنځته شوې لانجه د دوی تر منځ په دا ډول حل شول چې :
(( له روغتیا پالو ادارو څخه تضمین واخیستل شو چې له دې هیسته به ټول روغتیايي مراکز په منظم ډول فعالیت کوي، ورسره ژمنه وشوه چې په اړتیا وړ ځایونو کې به ۵ نور کلینیکونه او ۴ لوی روغتیايي مراکز جوړیږي، په روغتیايي چارو کې به د هرډول فساد مخه نیول کیږي، دوا درمل او نور روغتیايي شیان به راوړل کیږي او بیا به له نمايشي فعالیت څخه په کلکه ډډه کیږي)).

د يادوني ده چې په دې وروستيو کې طالبان د هيواد په بېلابيلو برخو کې د روغتيا اړوند داسي خبرونه خپروي چې ښکاري دا کار يې جدي نيولی وي ، دوی تر وخت تېر درمل په عام محضر کې سوځي ، د صحي مراکزو څارنه يې زياته کړې او ورته نور فعاليتونه يې جریان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x