عصري علوم او شريعت

ليکنه: حبيب الرحمان وبيص

د نورو بې شمېره ګټو برسیره د علم یوه مهمه ګټه دا ده چې سړی د علم او پوهي په وسیله ښه اخلاق او نیک کردار زده کولای شي.

ډېر کله به تاسو د ښوونځي، پوهنتون پر ديوالونو او د نصابي کتابونو پر مخپاڼو دا حديث کتلى او لوستلى وي چې د علم طلب پر هر نارينه او ښځینه فرض دى.

د فرض کار پرېښودل کبيره ګناه ده. هر هغه امر چې کول يې ضروري او فرض وي؛ د هغه کار د سرته رسولو لپاره د طريقې زده کول هم فرض دی. دغه رنګه که يو کار مستحب وي د هغه کار د طريقې زده کول هم مستحب دى. مثلاً، لمونځ کول فرض دى نو د کولو طريقه زدکول یې هم فرض ده.

هغه مسائلې به هم ته ضرور زده کوې چې د لمانځه اړوند وي. که غواړې چې حکومتي دنده اجراء کړې يا دغه رنګه خپل ځاني تجارت روان کړې په داسي وخت کې هم ته اړ يې چې د حکومتولۍ او تجارت اړوند مسائلې زده کړې.

دلته د حديث شريف مصداق يوازي هغه علوم دې چې د الله ج له لورې د خپلو استازو په وسېله راوړل شوي وي. د حديث له لب لباب څخه داويلاى شو چې يوازې د هغه شرعي امرونو د مسائلو زدکړه فرض ده کوم چې د الله له لوري فرض عين بلل شوي لکه د اسلامي عقائدوعلم دغه رنګه لمونځ، روزه، زکواة، حج، د ګاونډي حقوق، د مور او پلارحقوق، د مشر او کشر حقوق، د حرام او حلال ترمنځ توپير دا ټول هغه څه دي چې زده کړه يې پرهر مسلمان فرض او لازم بلل کيږي. دا خو د هغه احکامو اړوند خبره وه چې فرض عین او پرهرچا ځان ته لازم وي.

ولي فرض کفايه احکام بيا هغه ته ويل کيږي چې د یوه یا څو په ترسره کولو سره یې نور وګړي د ادایني له ذمي خلاصیږي. مثلاً په ټول کلي یا نژدې سيمه کې يو څو تنه د جنازې لمونځ أداء کړي د نورو مسئولیت رفع شو. اوس له دې نه په استنباط علماء دا خبره کوي چې که چیري په یوه منطقه کې دوه داسې عالمان موجود وي چې د سيمې د خلګو هر رنګه مسائلو ته ځواب ويلاى شي او د هر رنګه ديني مخالفت په سمه توګه ځوابولاى شي. هلته بيا دا پاتې نور کسان د مروجه نصاب په نه زدکړه کناهګار نه دي.

عصري علوم

ځينې عصري علوم هم د فرض کفايه په کټګورۍ کې راځي امام غزالي رحمه الله په خپل کتاب کې دعصري علومو په اړه مفصل بحث کړى د هغه ټول بحث خلاصې ته يې ستاسو پام راګرزوو

هغه رحمه الله فرمایی: علم پر دوه ډوله دى :

1- علم شرعي ، چې علم دين هم ورته وایی او د الله تعالی له لورې د انبياء عليهم السلام په وسېله موږ ته رارسېدلى دى.

2- علم غير شرعي، چې دنیایی یا عصري علم هم ورته ویل کیږي. کوم چې په عقل، تخنيک، تجربه سره د نړۍ انسانان ترلاسه کړي . مثلاً علم طب چې په تجربه سره ترلاسه کيږي، علم اللغة چې په سماع لاس ته راځي.

علم شرعي په ډيرو برخو وېشل کيږي، مګر د موضوع د رالنډېدو په خاطر هغه ټول ډولونه يې دلته راوړل ستونزمن دی، د فرض عين او کفايه په اړه لږ مخکي ذکر وشو.

دلته به د عصري علم په اړه دومره ووایم چې هغه پر درې قسمه دی:

1- ضروري: لکه طب، انجينېري او نجاري

2 – جائز: لکه شعروادب، تاريخ ، جغرافیه او ځینی نور..

3 – حرام : لکه جادو، سحر، فال بیني او نور…

د علم طب او انجينېري زدکړه فرض کفايه ده. ( احياء علوم الدين :ټوک ۳ پاڼه : ۲۳۳)

د نړۍ هيڅ هنر بې ګټې نه دى. هيڅوک د يو دنيوي هنر او مهارت د زده کولو سره په ټکر کې نشته که وي هغه به هم ستر ناپوه وي، ځيني استدلال کوي چې ښوونځي يا پوهنتون کې ولي غيرشرعي لباس او رواج عملي کيږي د مسلمان چې کوم کلتور، رسم رواج دى هغه له پښو غورځول شوى د انګريز لباس او رواج عملي کيږي دا ولي؟ نو پر همدې اساس ډېرى ديني پرهېزګاران د ښوونځي، يا پوهنتون د دې بدۍ له امله راځي ټول د عصري علومو زده کونکي یا عصري علوم تراعتراض لاندې راولي ، خپله هم ځان تري ساتي ، بل ته يې هم دغه توصيه وي. مګر خبره داسې ده چې دا رنګه کسانو ته په کارده چې د عصري علومو او د هغوی د زدکړو د چاپیریال ترمنځ توپير ته متوجه شي، د ښوونځي يا پوهنتون په کتاب کې دا هيڅکله نه دي راغلي چې پتلون، نېکټايي او لوڅ سر به يې کنه هيڅکله به ډاکټر نه شي هيڅکله به د آي ټي يا سيول انجينر نه شي او نه دا کې راغلي چې خپل رسم او رواج به د انګريز په شان جوړوي ، دا ډول هیڅ شي پکی ذکر نه دی ، بلکي دعصري علومو په نصاب کې به تا ته يا خوعلم حساب درښيي يا سيرت يا علم طب يا يو بل دنيوي مهارت او پوهه به در زده کوي دې کي د ښوونځي يا پوهنتون يا هغه ځوان چې پوهنتون لولي هيڅ ګرمتیا نشته دا هرڅه د قانون پرآساس ترسره کيږي که دې قانون د انګرېز وو هلته به يوازي ښوونځي او پوهنتون نه بلکه هرڅه به دې له خپل رسم اورواج نه سرچپه وي. د نړۍ هر اسلامي هيواد نن خپل کلتور، رواج بدل کړى د هغه وجه دا ده چې موږ پرخپل ځان باور له لاسه ورکړى د بل هررنګه کړه وړه راته ښه بريښي .

لنډه دا چې د عصري علومو په زده کولو کې نه یوازي دا چې خرابي نشته بلکي ډېره اشده اړتیا ورته شته ، هیڅ لاره چاره نشته چې انسانان دې د عصري علومو له زده کولو پرته پرمختګ وکړي. نه باید پر هغوی باندي په ټولیزه توګه اعتراض وشي.

دویم دا چې دا حقیقت هم باید ومنو چې د عصري علومو په بدنامۍ کې ترټولو ستر رول د هغه چا دی چې د عصري علومو زده کوونکي وي . هغوی پخپله نازیبا کړنو سره د خلکو زړونه مات کړي او هغوی ته یې دا ورتلقین کړي چې ګویا دا ټول مسلک زده کول له سړي نه دومره نااهله انسان جوړوي. چې له ټولني خصوصاً د اسلامي ټولني له ټولو اصولو پښي اړوي.

که چیري دواړه لوري حقایق ومني او یو اعتدالي لاره غوره کړي ، ممکن ټولي ستونزي حل شي.

پای ………!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د