عسکر جانه ! څنګه دي وويل چې لاس مه اچوه؟

عسکره! تاته د يو مسلمان، افغان، نارينه او پښتون په توګه
خپل ضمير او وجدان څنګه د دې اجازه درکړه چې و رته وايې لاس مه اچوه ؟

سعدکټوازی

زه ليکوال نه يم، د ليکني د توکو ترلاسه کولو درکونه هم په لاس کې نه لرم، د يو عام ولسي په صفت مي له سياسي جريانونو سره کومه علاقه هم نشته، خو هسي په هيواد کې د بهرنيو کافرانو او د هغو د داخلي بړيڅو له شتون او اتلوليو! (چې په ژوند مي له سپي، ګيدړ،چغال، او د هغو رتبې ته را ټيټ شوي غله پرته او د ليوه په ګډون نه ليدلي اونه مي اوريدلي و چې د کوم افغاني کور يا د چرګانو کوټنۍ ته ورلويدلي) مې د يو افغان وګړې په توګه د کرکې ګراف له پوزي لوړ او آن تر ټنډې او غوږونو رسيدلی.

خو بيا لا هم څوک له غلامي او څوک يې له ډاره د ځانګړو، ګډو، نړيوالو! ، ترورستي ضد! او…ځواکونو نومونه ورکوي، کافر دي خو څوک يې د کافر په نوم نه يا دوي، هغه نوم چې زموږ ولس د عقيدې او غيرت له مخې ورسره سخت حساس دی، دې هم يوڅه د دوی رنګ ور ښّه او له هغو سره حساسيت څه کم کړی، دا بړيڅې که يې خالص کافر نه دي د کافر د لاس توره او ډال، ترې را تاو کمربند او زغره خويې دي؟او نړيوال خو لا هلته هم نه و چې۵۲اشړبان يې درلودل اوس خو پريږده.

برناکه مو هم زړه ورته را ډک او د صبر کاسه مو ورته له خولې اوښتې، نوځکه موږ ته هم چې له هرې لارې او هر څومره بي باوره درکه مالومه شي چې د دوی له جملې يوګل مرجان يا يو غني(ګغ)هم د خدای پيدا ده نو زهير وجدان او افغانې يا ايمانې غيرت مو يو بل ډول بې ژبې او بې تعبيره څپه ووهي، بيا نولکه په خوب کې چې څوک لګيا وي چې هرڅه مې وويل او وليکل نه يې له مخکې درکه خبر او نه يې وروسته په فکر کې يم بس هسي مي خپل زړه ليږ پرې تسل، سپک او تش کړی وي، او خپله ذمه واري چې زه يې د يو باسواده افغان په توګه لرم ليږ له غاړي کږه کړې يا مي غاړه ورته کږه کړې وي.

په همدې برخه کې مي يو ځل د خوست او ميدان وردګ د دوو مدرسو په تنکيو طالبانو او حافظانو باندي د کافرانو او د هغو د بړيڅو وحشت داسي تعبير کړ چې دوی د اسلام په اساسي قانون پسي تنکۍ سينې غلبيل کړې، داځکه چې ويل کيدل ((د لمانځه د صف په هيئت يې…)) الله ، الله ، الله، نو عام ګومان دا کيدو چې دوی به دغه تنکي طالبان د هغو په سينو غلبیلولو شهيدان کړي وي خو…زما دغه د کرکي کړيکه رسنيزه شوه، سائټ، اونيزي او مياشتينۍ ته يې لاره وموندله او هم يې د بيا لپاره ټولي لاري ګودرې راته پرا نيستلې.

داچې د عيني شاهدانو په ژبه دا ټکي راغلل ((بيا يې هريو په سر سر…)) الله، دا د دې شهيدانو يوبل کرامت په ګوته کوي چې څنګه د دوي د حال په تعبير کې د خلکو په ژبه داسي ټکي وا وښتل چې ډيري د پام وړ پوښتني ترې پيداشي، داسي پوښتني چې د ځواب په غيږ کې ولس او مسلمانه ټولنه يو ژور او پټ حقيقت ته رسوي.

د دې ټکو له اوريدلو سره سم له واره ذهن ته يوه دا پوښتنه دريږي چې نو په سر سر يې ولي ويشتل؟ دغه تنکي طالبان خو دومره لوی مجرمان هم نه و چې په سر سر و ويشتل شي، که بيا هم يې مجرم ورته ويلای مخامخ په سينو يا د شا له لوري د چپ ولي لاندي به يې ويشتل، په کومه وژنه کې چې هسي ژوند له منځه وړل مقصد وي نو دغه يې اسا نه لاره ده، خو زموږ په هيواد کې به ددې غلام غلام حکومت کوم چارواکی اوس د کويت د پارلمان رئيس زړه وکړي چې زموږ د ماشومانو په وينو د دوی لاس سره وبولي او…

عسکره پوهيدلې! چې دې کافرانو له ۱۷کاله راسي زموږ د نوي نسل د بيلاري کولو، د هغو د ذهني اخلال او انحراف او د هغو معصومو حافظو د غربي کلتور په جرا ثيمو ناولې او پليتولو لپاره خپلي ټولي شته وسلي او وسېلې وکارولې هغه هم د زرګونو ککرو په لوړه بيه بيا هم دغو تنکيو طالبانو د سترګو په رف هم ور ونه کتل، نه يې سر ور پورته کړ او نه يې د څه پروا وکړه، بس همدا ته يو يې بي لاري او له خپل ولس سره په جنګ کړې او بيا دې اوس وليدل دغو تنکيو طالبانو د کافرانو خواري او لګښتونه څو مره سخت چيلنج کړي و چې بالآخر داته بيلا ري کړی يې ورته ودرولې او دا په لاره تنکي طالبان يې درباندي په سر سر وويشتل، الله ، الله ، الله، توبه توبه.

عسکره ! دغو کافرانو چې زموږ د نوي نسل په بيلاري کولو درانه مالي او ککريز لګښتونه په ځان وګالل نو خود به ورته دا ډير دروند جرم مالوميدو چې ولي بيا هم د دې تنکيو طالبانو په حافظو کې د قران نور پروت دی او د غربي ناولي کلتور جرا ثمو پکې ځا ی نه دی نيولی؟ د دې کا فرانو ټول مشکل له همدې قران او د هغه له غلاف حافظو سره و چې د دوی د نازکو بدنونو، سپيڅلو سينو او زړونو په ځای يې د هغو حافظې تاته په ګوته کړې په په هغو کې په تا باندې سپيخلی قرآن شهيد کړ او د دوی کوپړۍ يې ور پسي واړولې، خو دا تاته يې څه درکړي و او اوس دا د خپلو يار باش کافرانو له خوا درکړل شوی رول او ستا اجرا آت څنګه ارزوې؟

اووو عسکره! تاته وايم دوی ولي له خپلو ترخو تجربو ګټه نه اخلي چې د طالبانو حکومت يې ور ړنګ کړ، تر دغه وخته پخپله دې شډل پډل ولس ته لا هم د طالبانو د لوړ عزم، برحقي سپيڅلي داعيې، کارنامو، او…ماهيت پوره نه مالوميدو خو چې د هغه وخت طالبان يې هم وخت په وخت شهيدان کړل د هغو شهادتونو له هرڅه پرده پورته کړه د ولس، ځوانانو او نوي نسل احساسات يې راوپارول او له دې مخي کافرانو په خپل لاس ځانته کشاله جوړه کړه، ماتې هم د هغو شهيدانو دوينو رنګينيو کې راغليو شازلميو ور کړه، اوس به يوځل بيا د همدغو تنکيو طالبانو شهاد تونه د ولس او ځوانانو احساسات را وپاروي او د خپل دين دزده کړي او هر راز خدمت ته به د دوی پام ځانګړی کړي، نو ته او خدای چې دوی به دغه تنکي طالبان کم کړي وي او که زيات کړي !

عسکره! ستابه نه و پام، نه به دي وي پام او سر به دي نه وي خلاص! په تاسو دري نيم سوه زره عسکرو يې ملياردونه ډالر لګولي تاسو هم په خپل بيلاريتوب کې يوڅه ورسره تللي، واک موترې ځانته را نقل کړی او پر ځان مو منلی اوس به بس د خپل سر، ژوند او آخرت په ګډون د خپل هرڅه په بيه د دې کافرانو ټولي موخي د يو حا ضرباش غلام په توګه خوندي کوئ، که يې د ليږ کږيدلو شک هم در باندې راشي، که هرڅو بيځايه اوپکې غلط هم وي، که هرڅومره سخت حالت او شرائطو کې هم وي لکه د طالبانو په زندانونو، خپلو جنګې کرښو او د جنګ په ډګر کې نو سم له واره مو بمباروي.

نوم يې نه اخلم (يو خو دا کافران پر خوشاليږي او بل به يې ته پيغور وبولې د خپل ضمير او وجدان ملامتي د بل تر پيغور ښه وي) په ډيرو ځايو کې تا هم ليدلي د دې کافرانو چې کله هم شک در باندي راغلی بمبار کړي يې يا ست، که شک يې نه دی درباندي راغلی په طالبانو يې وژلي ياست، که له شک ور هغه خوا او د طالبانو په لاس له وژل کيدو را ديخوا يانې که طالبانو نيولي يا ورته تسليم شوي ياست نو هم ستا يارباش کافر هڅه کړې چې له منځه مو يوسي پوهيږې داولي؟ ځکه بيا خوبه د دوی ټول لګښتونه او ټولي خوارۍ چور لټ بيځايه تللې بلکي د دوی په زيان به اوښتې وي.

عسکره! پرون مې وليدې يو ډير د لويدلې رتبې عسکري کافر ستا خولې ته يو سوک او يو د تيرو خبرو لاس نيولی و چې کله نا کله به يې د ښې سختي او ستا د ننګولو لپاره ستا زنه هم په زوره او بيباکۍ ور باندي پور ته کړه، خوله يې بيخي ستا خولي ته نږدې کړې وه تر دې چې تابه خپل سر ترې شاته کوږکړی و، ښه په جهر يې ښکنځل هم در ته کول او د يو مبارز! غوندي په تا درغو رځيد، چې غږ به يې ښه پرې در لوړ شوتا به په ډير مړه احساس ډارنه اوبي زړه لهجه ورته ويل ((لاس مه اچوه لاس مه اچوه))، د هغه تر شا (چې بيايې ښې څنګ ته شو) يو بل ښکاريدو تا څو واري هغه ته خپلي بي اسرې سترګي ور واړولې، زما بس تاته ډير زړه بد شو چې ډير په بد حال کې او بې اسرې ښکاريدې.

عسکره! داسي هم نه مالوميدې چې له دې خپل يار باش کافر سره په امريکا او د هغه په خپل کور کې په لانجه اوښتی يې نو ځکه به داسي وې، خپله خاوره مي وپيژندله همـــــــــآغه د ځمکي له تله راپورته شوي کافر دلته ستا په خپل کور کې، ستا په حکومت کې يې ته سره را چرخولی وې، ستا ولي همت دومره ورته اوبه او افغاني غيرت،جذبه او احساس دي ورته نه درلودل، وسله او چانټه دي هم د احتياط او ځان ساتني لپاره نه بلکې د وژني لپاره درسره درلوده، ښه موکه هم وه چې بيا دغه کافر تا پر يو سخت حالت اوپه خپلو ليکو کې له هوا بمباروي او ستا وس نه پر رسيږي او لاس دي نه ورته جوړيږي همدلته به دي په ځمکه له دا نورو سره غځولی و خو سم دي لاس هم ورته جوړ و بهانه دي هم جوړه وه چې ده لاس اچولی وای تابه هم د يو باتور افغان ځوان په صفت د غرور غاړه له غره هسکه ور سره وړې وه پرې ور هله کړي به دي و او د مسلمانو اتلانو د شاهکاريو په ديوان کې به دي په خپل نوم يو بل باب پرانيستی و، ای کااآش…

عسکره! تاته د يو مسلمان، افغان، نارينه او پښتون په توګه خپل ضمير او وجدان څنګه د دې اجازه درکړه چې په داسي موکه هم هغو ته وايې((لاس مه اچوه)) ؟! ولي ستا غوندي د…رفيق الله، د پکتيا سيدکرم محمد ابراهيم طوطاخيل، د پکتيکا وازيخواه محبوب الله سرواڼخيل او…هم عسکر و د دوی د شاهکاريو تاريخ ستا د لاري مشال ولي نشو چې تر دغه ذليل کافر چې ته يې سره را چرخولی وې او پرې در غورځيد په مراتبو د لوړ رتبه کافرانو ژوند ترې واخيست هسي يې موکه ورته غوښته بانې ته يې هم اړتيا نه درلوده او تر قيامته به اتلان يا ديږي، خو تا د موکې او بهانې دواړو په شتون کې بيا هم ويل چې لاس مه اچوه اخير…

عسکره! کيدایشي په دې پوهيدې چې په ژبه خو يې ولس نه پوهيږي که هر څوک راښکنځي خو اللهم که لاس واچوي نو… بس ستاسو داسي ماجراوي او داسي عسکري ده، په درد مو درديدلی يو چې په دنيا ستا د ذلت دغه حد وي په اخرت خو دي نور څه خبر يم خو رسول الله مبارک ډيري خاوري باد کړې زما او ستا په درد يو شان درديدلی.

او خبره واوره د حضرت حمزه (رض) قاتل وحشي نوميدو (ځای يې نه دی اوس راته مالوم خو له وروسته کارنامې داسي ښکاري چې هغه هم ستا په شان د خپل وخت يو افغان و) ، له اسلام راوړلو وروسته يوه ورځ نبي عليه السلام له هغه د خپل ګران تره د شهيدولو کيسه وپوښتله، وحشي چې کيسه وکړه ورته مالومه شوه چې د حمزه (رض) په شهيدولو سره يې رسول الله مبارک او مسلمانان ټول ډير دردولي اوغمولي دي، له ځان سره وپسخيد چې راشه د يو لوی مخالف په وژلو يې بيرته ښه خوشاله کړه خو دا چې دغه مخالف به کوم يو…د زړه سترګي يې په لوی منافق او د پيغمبري دعوی دار مسيلمه کذاب ولګيدې لاړ د هغه څټ يې وواهو او د هغه سر يې مسلمانانو ته راوړ، نن ستا او د وحشي کوم تو پير چې د مدرسو په تنکيو طالبانودي د خپل ولس زړه و درداو، او چې ودي درداو اوس نو د مسلماني له احساس او ايماني غيرت سره راشه بيرته يې خوشال هم کړه لکه چې دردولي دي دي.

عسکره وروره! زما له دې اوږده پيغامه به تاته ښه مالومه شوې وي چې د هغو تنکيو طالبانو چې تا ناترسه د همدې کافر لپاره په سر سر وويشتل چې کيسه يې تيره شوه او ستا کوم توپير؟ يواځې هغه په لاره و او ته همدغو کافرانو بيلاري کړی يې، په هغو مو هم زړه درديدلی او سبا چې تا دغه يارباش کافر پخپل بمبار کې او يا دې په طالب ووژني په تا مو هم زړه درديږي چې اوس مې هم له هغه درده زړه درته سپک کړ چې ستا حال مې په يوه ويډيوکې ليدلی و.

نو په کور ارام کينه له ټولو کشالو ځان را ايله کړه، دغه تنکي طالبان او په زرګونو نور که تا نه وای وژلي له لوږي نه مړه کيدل داته به ولي مړشې؟ خپل وروڼه او د خپل ولس بچيان نور مه وژنه ستا روزي خو هغه نه درڅخه خوري، که په کور دي دغه يار باش کافران نه پريږ دي او د هغو ملياردونو ډالرو حساب درنه غواړي… نو دا په غاړه وسله دي هم ولس ته ورکړه ولس يې خالي سلا کړی دی اوته هم راځه لاره ولس او طالبان درښيې او له ټولو کشالو به دي ايله کړي، که موکه نه جوړيږي او يا له دې زيات څه کولای شې او کوې، په اتلانو کې خپل نوم لوړوې او دهغو بي ګناه تنکيو طالبانو کسات له کافرانو راته اخلې نو وارث ولس يې ستا ملاتړی دی، په دعا او د شهامت په نوم به دي يا دوي.

خوکه بيا هم داخپله عسکري کوې نو سمه يې کوه، يو په خپل پلار (ولس)، ورو او داسي تنکيو طالبانو باندې نه…بلکې چې عسکرې ستا، حکومت ستا، خاوره ستا او په غاړه دې ټوپک ستا وي نو په دغو پردو عسکرو هم حکومت وکړه بيايې نو ټيټه ولي ورته کوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د