افغانستان

د علماوو شورا: په رسنیو کې دې د طالبانو پر ضد تبلیغات بند شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د افغانستان د علماوو شورا د ملي یووالي حکومت له دواړو مشرانو غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره باید طالبان یو مشخص ادرس ولري او په کابل کې دې ورته دفتر پرانیستل شي.

د دغې شورا غړیو د سولې شورا له غړیو سره د ناستې وروسته ویلي، حکومت دې له طالبانو سره د زور زیاتي پر ځای له نرمۍ کار واخلي؛ څو د سولې لپاره د اعتماد فضاء رامنځته شي.

د علماوو شورا د دوه ورځنۍ مشورتي ناستې وروسته په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، طالبان د افغانستان پر ۶۰سلنه خاوره حاکمیت لري او دغه ډله په زور نه شي ختمېدای.

دوی ولسمشر غني ته وړاندیز کړی، چې په رسنیو کې د طالبانو پر ضد د هر ډول منفي تبلیغاتو څخه لاس واخلي او دغه ډول اعلانات دې په یو مخیز ډول بند کړي.

دوی همدارنګه له دولته غوښتي، چې د جګړې پر ځای دې په سوله فکر وکړي او له ځینو غوښتنو دې تېر شي.

د افغانستان د علماوو شورا له طالبانو هم غوښتنه کړې، چې د بې ګناه خلکو د وژنې دې لاس واخلي او د ټولګټو پروژو څخه دې ملاتړ وکړي او ساتل دې خپله ذمه واري وبولي.

د افغانستان د علماوو شورا د ملي یووالي حکومت نه داسې مهال د طالبانو پر ضد په رسنیو کې د منفي تبلیغاتو د درېدو، په کابل کې د دفتر پرانیستو او دوی سره د نرمۍ غوښتنه کړې، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد ژمني عملیات اعلان کړي.

طالبانو په پځوانیو اعلامیو کې د بهرنیانو په یومخیز ډول وتل او په افغانستان کې د اسلامي نظام قایمول د سولې لپاره مهم شرطونه بللي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x