افغانستان

کابل برید: تر ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  په کابل کې د صدای افغان او تبیان سیاسي ـ فرهنګي مرکز باندې برید تر پنځوسو ډېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، برید کوونکي توانېدلي چې ودانۍ ته ننوځي او ډېره مرګ ژوبله واړوي.

د دانش په خبره، «د لومړنیو معلوماتو له مخې تر اوسه پنځوس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، حالت ډېر خراب دی، په مرکز کې هرې خواته د مړو جسدونه پراته دي.»

د شپږمې حوزې امنیتي چارواکي وايي، نن د تبیان په مرکز کې غونډه وه او برید کوونکي د غونډې منځ ته رسېدلي او ډېره مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د صدای افغان او تبیان مرکز مسوول سید عیسی حسیني مزاري دغه برید غندلی دی.

کابل کې د «صدای افغان» پر دفتر برید شوی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ننني برید کې لاس لرل رد کړي.
نن ټکي اسیا ته یې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي«د کابل ښار پل سوخته سیمه کې د نن ورځې برید د مجاهدینو پورې اړه نه لري، ویل کیږي چې په دې برید کې د یوې رسنۍ مرکز او یوه تعلیمي اداره تر هدف لاندې نیول شوي، د اسلامي امارت مجاهدین د یادو ځایونو په اړه خورا محتاط دي او داسې کار کله هم نه کوي.»

تر اوسه د ننني برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د ورته بریدونو مسوولیت له دې وړاندې داعش ډلې منلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x