افغانستان

لغمان: په مهترلام کې چاودنې دوولس تنه ټپیان کړي

نن سهار شاوخوا نهه بجې د لغمان په مرکز مهترلام کې دیوې چاودنې په پایله کې دوولسه تنه ټپیان شول، د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي چې چاودنه د چسپکي ماین په وسیله شوې چې په خبره يې د ترافیکو په یو موټر پسې چسپ شوی و، نوموړ وړاندې وايي چې ټپیان شوي ټول عام وګړي دي.

تر دې دمه د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی،همدارنګه نن سهار نږدې څلوربجې د یاد ولایت د قرغیو په سرکنډوبابا سیمه کې د ملي اردو په موټر چاودنې هم مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x