افغانستان

کابل برید: ۴۰ تنه وژل شوي او له ۵۳ ډېر ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  نن له غرمې مخکې لس نیمې بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د «صدای افغان» او تبیان فرهنګي ـ سیاسي مرکز باندې نامعلومه وسله والو له لوري برید شو.

د عامې روغتیا د وزارت ویاند محمد اسمعیل کاووسي وايي، په ننني برید کې ۴۰ تنه وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپیان شوي دي.

دی وايي، د ځینو روغتیايي حالت نازک دی او کېدای شي د مړو په شمېر کې ډېروالی راشي.

د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، په دغه برید کې دوه پولیس هم وژل شوي او نور وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

دی وايي، برید کوونکي توانېدلي، چې د دغه مرکز ودانۍ ته ننوځي او ډېرو خلکو ته مرګ ژوبله واړوي.

د صدای افغان ـ اوا دفتر مشر سید حسین حسیني پر دغه مرکز برید غندلی دی.
ده ویلي، نن د تبیان فرهنګي ـ سیاسي مرکز کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۳۸مې کلیزې د غندنې غونډه روانه وه، چې برید کوونکو پرې حمله وکړه او ګڼو ګډونوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

خو صدای افغان وېبپاڼې په ننني برید کې د ۴۰ تنو د وژل کېدو او د ۵۳ کسانو د ټپي کېدو ویلي دي.

نننی برید ارګ او سپیدار ماڼیو غندلی او خپله غمشریکي یې ورسره ښودلې ده.

کابل برید: تر ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د روان کال د نومبر په ۷مه د داعش وسله والو د شمشاد راډیو ټلویزون پر ودانۍ برید کړی و، چې دوه پولیس یې وژلي وو او د شمشاد راډیو ټلویزون ځینې کارکوونکي یې ټپیان کړي وو.

د داعش وسله والو له دې وړاندې هم په کابل کې د شیعه ګانو پر جوماتونو او لاریونونو بریدونه کړي وو او پړه یې هم منلې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي.

مجاهد ویلي، دوی د رسنیو او ښوونیزو ادارو په اړه خورامحتاط دي او داسې کار کله هم نه کوي.

د ننني برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې او نه هم امنیتي چارواکو په دغه برید کې د کومې ډلې لاس لرلو په اړه څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x