نظــر

د شورویانو او امریکایانو اشغال زموږ د ورانۍ لپاره دی

لیکنه: اولیاء عمري

ریښتیا هم ۳۸ کاله مخکې د شوروي اتحاد اشغال د نه زغملو وړ عمل وو چې پر افغانانو وکړل شو او افغانان پکې په نامشروعه طریقه وځورول شول.

د شوروي اتحاد اشغال خو ختم شو او مخه یې پرته شوه رب دې یې د جهنم کندې په برخه وګرځوي.

خو د بیا ځلي لپاره دغه اشغال امریکایي او ورسره ۴۰ نورو مردارخورو هېوادونو په افغانانو تکرار کړ.

امریکا او ورسره ملکونو زمونږ د هېواد سپیڅلی حریم په خپل ناپاک وجود ککړ کړ.

دلته چې اول ځلي دغه امریکایي ځناوران راغلل او د ۴۰ ورځو پرلپسې بمباریو او درنو بریدونو ورسته، ولایتونو ولسوالیو او کلیو ته په زور داخل شول او نجسه مجسمه یې په افغانانو واکمنه وګرزوله.

کوم څوک چې له اوله خلقیان پرچمیان او اسلام کې ځای نه درلودونکي کسان وو هغه د دوی په راتګ خوښ شول او دوی ته یې هرکلی وکړ، د اشغالګر امریکا ډالرو ته یې خوله کڅوړه کړه او د اسلام او د وطن په خلاف تش په نامه د وطن ساتونکو په غږ یې ټوپک اوږې ته کړ.

لکه څنګه چې شوروي اتحاد زمونږ په کورونو مسجدونو او اساسي ځایونو ړانده بمباردونه او بې درېغه عملیاتونه کول هم هغه شان دغه امریکایي زورواکي زمونږ هر څه له خاورو سره را خاورې کړل او کوی یې، په شپنیو عملیاتو کې چې خپل داخلي چاپړوسان هم ورسره وو ناموسونه را لوټ کړل او مسجدونه یې را ویجاړ او بمبارد کړل.

د پخواني اشغال او د اوسنې اشغال کوم فرق نه څرګندیږي دواړو زمونږ په ورانۍ پسې خپل مټې را انغښتې وو او دي.

د تېر شوروي اتحاد چې کوم مخالفین وو هغه نن د امریکا خلاف ولې څه نه وایي خو متأسفانه د دغه اشغالګر امریکانو په خلاف مبارزه کې طالب او ملا پسي لا لګیا وي او بد رد او ناحقه پسې وایي چې دوی وطن خراب کړ، داسي او هاسي….

زه له دغه اوسني نظام ،دولت او له هر هغه کس نه چې د امریکا په شتون باندې خوښ دي دا پوښتنه کوم، چې دغه امریکا مونږ ته کومه فایده راکړې؟
ایا دا امریکا دا نن چې افغان حکومت یې تر چوپړ لاندې خدمت کوي، د هغه پخوانې شوروي اتحاد غوندې نه ده؟
د دوی تر منځ کوم داسي فرق دی چې هغه ناروا او دغه سم وبولي؟

که نور څه مو پر وس پوره نه وي او د کفر او اشغال خلاف مبارزه او غږ نه شئ پورته کولای نو ته خو د هغه طالب او ملا په خلاف هم څه مه وایه کوم چې نن ستا د ناموس د ساتنې په خاطر سره اور ته دانګي او سر یې په لاس کې نیولی، د کفر او اشغال خلاف حق او سپیڅلی جهاد ته ادامه ورکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x