د جـــمال شب قدر

شاعر: عصمت الله بشام

ځانګړی خوند دي راکوي میــنه وفـا او ښکلا
عشق کې په ناز ګلابه ستا یوه مسکا او ښکلا

ذکـر چي کړمه نن د میـنې په تسـبو د اوښکو
د سعادت نـشه مي ده داسې تقـوا او ښکلا

په خمار شپه کې چی غواړم ستا د جمال شبقدر
د غـم تـیاره پـه ورکـوم سـتا په رڼـا او ښکلا

له ډېره وخته ستوری ستا د دیدن تږی ومه
تـنده مي نه ماتېږي نن ستا په ځـلا او ښکلا

پـه جنـتی غُبار يې پاڼـې د بـریـا سـبـب دي
حورو کـړ ځـکه انتـخاب د ګـل مبـرا او ښکلا

خاونـده راولـې مسکن ته مو یو داسې سپـرلی
چی کړې خپره مو پر مالت خوشبو هوا او ښکلا

د مینې تار د عشق په ستن باندې پیلي الفاظ
بـشام ستایمه په قلم داسې هیـرا او ښکلا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د