خبرونه

غزني کې درې پوليس او دوه ملکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني چارواکي وايي، طالبانو د دغه ولايت په مرکز غزني ښار کې په يوه پوسته وسله وال بريد کړی، چې په ترڅ کې يې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وويل: تېره شپه وسله والو د غزني په ښار کې په يوه پوسته بريد وکړ، چې درې پوليس پکې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

هغه زياتوي، په نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.

له بله پلوه طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او نن ټکی اسيا ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د خاک غريبان په سيمه کې يې د دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې، په يله کې يې اته عسکر وژل شوي، زياتوي چې د وژل شويو عسکرو لس ميله سپکې او درنې وسلې او په زیاته اندازه مهمات هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

نوموړی وايي، طالبانو سيمې ته د پوستې لپاره په ورغليو کومکي عسکرو يې هم بريدونه کړي، چې له کبله يې دوه ټانګونه ويجاړ شوي او پکې پنځه عسکر وژل شوي دي.

په عين حال کې د والي وياند عارف نوري ويلي، چې د قره باغ ولسوالۍ مربوط د خربلاغ په سيمه کې په يوه سراچه موټر د ځمکني ماين چاودنه شوې چې له امله يې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د دغې چاودنې مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x