شعـــــرونه

غزل _ ټکور

 

والله چې په ښکلا کې ورته هیڅ سپینه ماڼۍ ده
ولاړه مې د تور غره په لمنه کې کیږدۍ ده
ټپي ټپي ژوندون ستړي وختونه دي تیریږي
په سترګو کې مې اوښکه او په ستوني کې سلګۍ ده


دعا کوه ، دعاکوه ، دپیربابا ملنګه
نیولې رانه تندر دشینکي اسمان سپوږمۍ ده
دحسن په ناور به دې کوچی زړګی اوبه کړم
جانانه ماته کړې مې دهجر تروږمۍ ده
زما په طالبي پګړۍ کې څومره ستر قوت ده
دنیا ورته حیرانه ده ، په تیښته ترې نړۍ ده
له هسکه کوه قافه  ښاپیرۍ ورته رادرومي
له څه تاثیره ډکه دشپونکي اشنا شپیلۍ ده
شهیده مازدیګره  سلامونه سلامونه
(ټکور ) درته راوړې دښایسته ګلو ګیډۍ ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x