fbpx

چين د یغوري مسلمانانو په کورونو کې قرانونه پلټي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د چین حکومت په سینګیانګ ایالت کې د مېشتو یغوري مسلمانانو په کورونو کې د قران پلټنې لپاره هڅې روانې کړې دي.

چین د «خپلوانو اوونۍ» تر سرلیک لادې په یغور قوم کې حکومتي کسان ګمارلي چې له دوی سره په کورونو کې یوه اوونۍ تېره کړي، خواړه يې وخوري او ژوند يې له نږدې وویني.

په المان کې د «یغور نړیوال کانګرس» ادارې ویاند ډلزیټ ریکسټ وايي چین حکومت ظاهراً دا پروګرام د ملي یووالي د ټينګښت په پلمه پیل کړی دی، خو اصلاً د مسلمانانو دیني ځواک معلوموي.

د هغه په خبره دا حکومتي کارکوونکي د چین حکومت جاسوسان دي چې په مسلمانانو کې د پاتې دیني ځواک او کورنيو اړیکو په اړه حکومت ته معلومات ورکوي.

ریکسټ وايي دغه حکومتي کارکوونکي له مسلمانانو سره د هغوی له خوښې پرته په کورونو کې اوسي او دا هڅه به هم وکړي چې په مسلمانانو کې د چیني حکومت پروپاګند خپور کړي.

چين تر دې وړاندې هم پر یغور مسلمانانو زړه بوږنونکي ظلمونه کړي دي، چې په اړه يې نړیوال د بشري حقونو مدافعین هم پټه خوله دي.

یغور قوم د سینګیانګ ایالت د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، چې د ټولو مسلمانانو شمېر پکې لس میلیونو ته رسېږي، دغه ایالت په ۱۹۴۹میلادي کال د چين برخه شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د