fbpx

کرېکټ: افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د نیوزېلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ۱۹ کلنې لوبډلې د نړیوال جام په تمریناتي او دوستانه لوبه کې د نیوزېلنډ (سینټرل ډیسټریکټ) ځایي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نیوزېلنډ لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او د ۵۰ اورونو په لوبولو سره یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۲۴۶ منډې جوړې کړې، د افغانستان لخوا ښه توپ اچونه نوین الحق، مجیب ځدراڼ او بهیر پکتین وکړه چې ۲ – ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

د باران له کبله لوبه ۴۶ اورونو او ۲۳۰ منډو ته راښکته شوه، چې افغانستان وکولی شول د ۳ لوبغاړو په سوځیدو یې ټاکلی هدف پوره کړ او بریا یې ترلاسه کړه (افغانستان د نړیوالې شورا د قوانینو مطابق د ۵ منډو په توپیر دغه سیالۍ وګټله).

د افغانستان لخوا ښه توپ وهنه بهیر بحبوب وکړه، چې نوموړي سلیزه ووهله او ۱۰۵ ناسوځیدلې منډې یې جوړې کړې، بهیر محبوب څو ورځې وړاندې د افغانستان په داخلي لوبو کې له غوره توپ وهونکو څخه و چې د ښه توپ وهنې په مرسته يې په ۱۹ کلنو لوبډله کې ځای وموند.

دغه راز په یاده سیالۍ کې ابراهیم ځدراڼ ۴۹، درویش رسولي ۴۲ او ناصر وحت ۲۵ منډې جوړې کړې.

ټاکل شوې ده چې د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام سیالۍ به د راروان ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۱۳مه نیټه د افغانستان او پاکستان لوبې سره پیل شي، او پایلوبه به په ۳ فروري ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ ملي ۱۹ کلنه لوبډله یوه اوونۍ وړاندې د نړیوال جام لپاره د تمریناتي او دوستانه لوبو په موخه یاد هېواد ته تللې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د