fbpx

کابل: د انسان تښتونې په تور یوه مېرمن نیول شوې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): کابل کې امنیتي مسوولین وايي، د انسان تښتونې په تور يې یوه مېرمن نیولې ده.

له جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست وايي، دغه مېرمن يې د ښار په دیارلسمه امنیتي حوزه کې نیولې ده.

د دوی په خبره څه موده وړاندې په شپږمه امنیتي حوزه کې یو پنځه کلن ماشوم ورک شو، چې تښتونکو يې له کورنۍ نه ۵۰۰ زره افغانۍ غوښتلې.

دغه ریاست وايي د همدې ماشوم د خلاصون په موخه يې عملیات پیل کړل، چې همدا مېرمن په ګوتو ورغله.

دوی د تورنې د هویت په اړه څه نه دي ويلي او له نورو جزیاتو يې ډډه کړې ده.

د شنونکو په باور کابل ښار په دې وروستیو کې د لویو امنیتي پېښو تر څنګ، د انسان تښتونې، غلا او د مجرمینو په پټنځي هم بدل شوی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د