نړۍ

نايجيريا پلازمينه کې موټر بم درنه مرګ ژوبله اړولې

د نايجيريا پلازمينه ابوجا ته څېرمه نانيا سيمه کې يو موټر بم لږ تر لږه شپاړس تنه وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړل.
خبر زياتوي، چې چاودنه د بسونو په يو تم ځای کې د پوليسو يو مرکز ته څېرمه شوې ده.

د نايجيريا د بیړنيو مرستو اداره وايي، چې مړي او ټپيان يې روغتون ته وړي، چې د ډېرو ژوبلو کسانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ده.
د پيښې مسؤوليت تر اوسه هيڅ ډلې ندی منلی.
د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت هم د بسونو په همدې تم ځای کې چاودنې شاو خوا اويا کسان وژلي او لسګونو نور يې ټپيان کړي وو.
د هغه بريد مسؤوليت د بوکو حرام په نوم يوې ډلې منلی و.
د نايجيريا حکومت وايي، چې اوسني بريد کې هم د بوکو حرام ډلې لاس دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x