حزب اسلامي: ۹۰بندیان یې نور هم خوشې کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د حزب اسلامي ډلې ۹۰ بندیان به راتلونکو څو ورځو کې له زندانونو ازاد شي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند یوه ویاند فضل غني حقمل وايي، راتلونکو څو ورځو کې به د دې ډلې ۹۰ بندیان خوشې شي.

د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې د حزب اسلامي ډلې اړوند بندیان خوشې کول هم یو شرط و.

د حزب اسلامي د حکمتیار ډلې اړوند ۵۵ بندیان د روان په ثور میاشت کې خوشې شوي وو.

څو ورځې وړاندې حزب اسلامي د ملي یووالي پر حکومت تور لګولی و، چې د سولې له هوکړې سرغړونه کوي او د بندیانو په خوشې کولو کې له ناغېړۍ کار اخلي.

تر اوسه نه افغان امنیتي ادارو او نه هم حزب اسلامي د دغو ۹۰ بندیانو د خوشې کولو کره نېټه ښوولې ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

د حزب په جلا جلا وختو کی جلا جلا نومونه: لومړی : د امریکایانو سره د سوړ جنګ د غلامی تړون تر لاسلیک کولو د مخه یی نوم حزب اسلامی او د ګوند مشر یی ګلبدین حکمتیار وو د وهم : د امریکایانو سره یی د غلامی تړون تر لالسلیکولو وروسته نوم یی حزب سلامی او د ګوند مشر یی ګلبدین حکومتیار وو دریم : د خپل منځی جنګو په دوران کی یی نوم حزب پاټکی او د مشر نوم یی د سوړ جنګ قهرمان وو. څلورم : د دوهم اشغال په شروع کی یی نوم دوه سری حزب جهادی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

اقبال صاحب ډیره مننه کوم ، دومره ښکلی تبصره می [چه د کمیت له مخی کمه او د کیفیت له مخی یی د حزب بار دننه پکی رانغښتی وی ] تر اوسه نه وه لیدلی کیدی شی زه ستاسی همدا تبصره ریفرنس وګرځوم او ستاسی دغه څو جملی لا پسی پرامه او وارزووم او لوستونکو ته یی تفصیل وړاندی کړم ، تاسی د جنوب د داعشیانو په اړه ښکلی تبصره لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی له زړه می درته دعاوی وکړی . د حزب سلامی د ۹۰ بندیانو د خلاصون په اړه : په داسی حال کی چه اقبال… نور لوستل »

افغان
میلمه
افغان

زه هم دا خبره کوم چه : ګلبدین ولی له باګرام څخه دارلامان او له تور لسته سپین لست ته یی نقل مکان ورکړو . پرون اربکی حزب وو او نن د هغه حزب نوم په داعشی حزب بدلیدلو ځکه دا کار تر سره شو ، د اربکی حزب وخت کی ګلبدین په تور او اربکیان په سپین لست کی وو کله چه یی ورله عملیات وکړو له نارینه یی ښځه جوړه کړه نوی داعشی حزب کی داعشیان په تور او ګلبدین په سپین لست کی شو . وخت ناوخت چه داخلی او خارچی استخبارات زمونږ د هیواد د شیعه… نور لوستل »