اېپل کمپنۍ به له دومره تاوان وروسته نور سمارټ فونونه جوړ کړي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اېپل شرکت د څه مودې راهیسې له یو شمیر ستونزو سره مخ په سر دی، تېره اوونۍ د اېپل شرکت د مبایلونو په سوکه کولو اعتراف کړی و چې له کبله ورته نورې ستونزې پیدا شوې، او شاید دغه غلطي ددې شرکت د بندیدو لامل شي.

اېپل شرکت ویلي و چې که ددوی لخوا شوي تغیرات رامنځته شوي نه وای او کاروونکو خپل سمارټ فونونو کې دغه تغیر کوم چې ددې مبایلونو لپاره تېر کال د اېپل شرکت لخوا شوی و نه وای راوستی ددوی مبایلونه به په ناڅاپي ډول بندیدل او دغه ستونزه ورځ تر بلې ډېریده.

دغه ستونزې په آیفون 6، 6S او آیفون 7 کې ښکاره شوې وې چې په ناڅاپي ډول به سمارټ فون بندیده او په ځانګړي ډول په یخ موسم کې به یې بیټرۍ له کاره غورځيده.

اېپل شرکت هغه ټولې ادعاوې چې د کاروونکو او په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو لخوا شوي ردوي، او ویلي یې و چې دوی دا کار ددې لپاره کړی و چې په سمارټ فونونو کې شته ستونزې له منځه یوسي.

اوس ځينو فعالانو د اېپل شرکت په وړاندې په محکمه کې تورونه وړاندې کړي چې یا دې یاد شرکت هر هغه چاته چې ددوی له کبله له دغې ستونزې سره مخ شوي د سمارټ فون بیټرۍ وربدله کړي او یا دې هم دوی خپل شرکت بند کړي، چې دغه دواړه کارونه د ايپل شرکت لپاره ستونزمن او د قبلولو وړ نه دي.

په ادعاوو کې چې د متحده ایالاتو په یوه محکمه کې وړاندې شوي ویل شوي، اېپل شرکت بې له دې چې کاروونکي خبر کړي په لوی لاس دغه کار ترسره کړی، او تور یې لګولی چې دوی خپلو کاروونکو ته دوکه ورکړې، چې هاغه وخت کاروونکو په ناخبرۍ کې ددې ستونزې د حلولو لپاره ناڅاپي او بې فایدې هڅې وکړې چې دوی ته په زیان تمامې شوي.

همدارنګه په لګولو تورونو کې ویل شوي چې اېپل شرکت دې دغو ستونزو سره مخ شوي کسانو ته مفته بیټرۍ وربدله کړي، ځکه چې کاروونکې له دې پرته بل بدیل نه لري.

ځینې ادعاوې وایي چې که چیرې آیفون په عین وخت کې دا واضحه کړې وای چې ددوی په دغه کار به ځینو مبایلونو ته زیان رسیږي شاید کاروونکو ته ستونزه نه وای جوړه شوې، خو اوس چې دوی دغه کار په پټه په لوی لاس ترسره کړی تر څو کاروونکې نوي مبایل اخیستلو ته اړ باسي، دوی ته یې یو شمیر ستونزې پیدا کړې چې باید غوره بدیل وړاندې کړي.

د اېپل شرکت دغه کار په روان کال کې د آیفون سمارټ فونونو پلورل اغیزمن کړي، ویل کیږي چې په راتلونکې ۳ میاشتو کې به ۳ کروړه سمارټ فونونه وپلورل شي، چې تر ددغې کار کیدلو نه وړاندې د ۵ کروړو سمارټ فونونو د پلورلو اندازه ښودل شوې وه.

همدا ډول د امریکې، چین، تائیوان او ځینو نورو هېوادونو شنونکو د آیفون سمارټ فون په اړه خواشیني ښودلې او ویلې یې دي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د آیفون ایکس مبایل پلور نور هم کم شي، ځکه چې د مبایل بیه لوړه، ځانګړتیاوې یې کمې دي، او د شرکت لخوا په شوې غلطۍ اعتراف هم په پلورلو لوړ اغیز کړی.

د یادونې وړ ده چې اېپل شرکت د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوې خپرې شوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي و چې دوی تېر کال د یو ځانګړي سافټویر په وړاندې کولو سره د مبایل پروسیسر او بیټرۍ قوي کول غوښتل، خو په اصل کې یې زاړه مبایلونو سوکه کړي و چې له امله یې کاروونکي له ستونزو سره مخ شول.

سرچینه: ایکسپریس نیوز او العربیة.نیټ