fbpx
ارشیف

د روسيې د امنیت رییس: امریکا په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روسيې د امنیت رییس وايي، امریکا په افغانستان کې د جګړې له لارې پر مخ نه شي تللی او بشپړه ناکامه ده.

سپوږمۍ راډیو د روسي رسنیو په حواله وايي، نیکولای پیروشوف ویلي، د امریکايي ځواکونو په موجودیت کې د نشه يي توکو د کښت سلنه ډېره لوړه شوې ده.

د غه روسي چارواکي په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ بل علت د داعشي ډلې پيداښت هم ښوودلی دی او ويلي يې دي، چې د امریکايي له پوځي حضور سره سره د دې ډلې شمېر پر ډېرېدو دی.

د روسيې د امنیت رییس په افغانستان کې اقتصادي پروژې عمل کول د جګړې د کمښت یوه مناسبه لار بولي او په ډاګه کړې يې ده چې ګڼ روسي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دي.

دغه روسي چارواکي په داسې حال کې د امریکا د ناکامۍ خبره په ډاګه کوي چې تېره اوونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر ځان بریا ته نږدې وباله.

مایک پنس کابل کې خپلو ځواکونو ته وویل، ایله شپاړلس کاله وروسته بریا ته نږدې شوي يو.

تر دې وړاندې نورو امریکايي لوړ پوړو پوځي چارواکو هم په افغانستان کې د امریکا ماتې منلې او له دې جګړې پښې ایستل يې غوره بللي دي.

امریکا پخپله مشرۍ د ناټو تر چتر لاندې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر پر اوومه پر افغانستان یرغل وکړ، چې ښکاره شعار يې د «تروریزم» او نشه يي توکو له منځه وړل و، چې د شنونکو په باور لاهم پکې بریالۍ نه ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د