نظــر

اشرف غني افغانستان ته اسراییل راولي!

 

د ټاکنو دویم ممکنه پړاو ته نږدې شل ورځې پاتې دي، په داسې حال کې چې امریکایان دعوه کوي چې د هیڅ نوماند ملاتړي نه دي، مګر په خپله خبره کې سل سلنه دروغجن دي. د قانون له مخې د ټاکنو په کمپاین کې هيڅ بهرني هېواد دکو م نوماند دملاتړ حق نه درلود، مګر امریکا تاب رانه ووړ، او په داسې ډول يې د یو چا ملاتړ وکړ چې څوک پرې غالمغا جوړ نه کړي،

د دوی مستهدف نوماند که رايې یو نه سي، هم باید رایې ورته جوړې شي. له اشرف غني سره د امریکا د مستقیم یا غیرمستقیم تر دې بل لوی ثبوت نشته چې اشرف غني په خپل ټاکنیز کمپاین کې دوه میلیونه ډالر مصرف کړي، آیا دومره مصرف له بهرني ملاتړه پرته د ده د وس کار دی؟  داچې امریکا او انګلیس له کوم کاندیده ملاتړ کوي، کومه نادره کیسه نه ده، ځکه چې دغه دوولس کاله زموږ ټول کارونه د امریکا په لاس کې و،مګر دیو صهیونیستي رژیم له خوا د یو نوماند ملاتړ داسې خبره نه ده چې افغان ولس دې يې په اسانۍ ومني. ډاکټر اشرف غني احمدزي د خپل ټاکنیز ګروپ په سرکې د جیمز کارويل په نامه یو څوک ټاکلی چې ډېر وخت د اسراییلو د صدراعظم مشاور و،د سپینې ماڼۍ په نیغ امر د اشرف غني په ټاکنیز ګروپ کې د داسې شخص ټاکل به له دې پرته څه مانا ولري، چې هغوی دلته هم اسراييلي سرطان کرل غواړي؟  امریکا غواړي چې له دوولس کلن اشغال وروسته د خپل خوښي کس په واسطه پنځه کاله نورهم دلته کلک لاس ولري، د امریکا په مشوره د جیمز کارویل ټاکنه همدا مانا لري. جیمزکارویل اشرف غني ته وايي:«په عمومي محضر، خصوصاً تلویزونونو کې د خپل عصبانیت خیال کوه». وړاندې ورته وايي:«د خپلې ورځنۍ دوا پام دې ساته، دابه ښه وي چې د ټاکنو ترپایلو کوم څوک د دوا درکولو لپاره وټاکې». ډاکټر اشرف غني احمدزي ته جیمز کارویل ځکه د دوا د خوړلو کلکه توصیه کوي، چې هغه هم لکه فهیم په داسې مرض اخته دی چې باید په هرو دریو میاشتو کې یو وار د اروپا چکر ووهي. دا هم د اندېښنې خبره ده چې د جیمز کارویل په وړاندې جنرال دوستم او سرور دانش څنګه چوپه خوله شوي دي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x