
نی: سږ کال حکومت تر ټولو نورو ډلو خبریالانو ته ډېر سرخوږی و
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نی یا له له خپلواکو رسنیو ته د ملاتړ اداره وايي، روان میلادي کال کې حکومت تر ټولو نورو ډلو له خبریالانو سره زیاتی کړی دی.
د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر وايي، په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۱ پېښې ثبت شوې دي، چې لوړه برخه پکې د حکومت ده.
خلوتګر وايي د دې پېښو له ډلې ۶۲ د حکومت له لوري دي، ۴۲ پېښې د طالبانو او داعش له لوري، ۲۶ د ناپېژندانو کسانو او ۱۱ نورې د رسنیزو سازمانونو له لوري شوې دي.
د هغه په خبره دې پېښو کې ۱۴ تنه د رسنیو کارکوونکي وژل شوي، ۱۴ زنداني شوي، ۲۳ ټپی شوي، ۲۱ وهل شوي او ۶۹ نور ګواښل شوي دي.
که څه هم افغان حکومت د خبریالانو اړوند تل د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی، خو د روان کال پېښې د تېر کال په نسبت ډېرې شوې دي، تېر میلادي کال کې ټولې ۱۲۶ پېښې ثبت شوې وې، چې سږ کال ۱۵ نورې زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې د بې پولې خبریالانو ټولنې په روان کال کې افغانستان د خبریالانو لپاره درېیم خطرناک هېواد وګاڼه.
دې ټولنې په ټوله نړۍ کې په ترتیب سره سوریه، مکسیکو، افغانستان او عراق د خبریالانو لپاره خطرناک هېوادونه وبلل.
د بې پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې په تېرو پنځلسو کلونو کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۳۵ تنه خبریالان وژل شوي دي.
افغان حکومت چې د بیان ازادۍ خپل لوړ ارزښت معرفي کوي، تر اوسه د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.