fbpx

کرېکټ: د افغان ملي لوبډلې لپاره ۲۰۱۷ کال څنګه و؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغان ملي لوبډلې لپاره د ۲۰۱۷ کال له یو شمیر بریاو او سترو لاسته راوړنو ډک کال و.

افغانستان ۲۰۱۷ کال په پخپلو لومړیو نړیوالو لوبو پای ته ورساوه، نوي نظرونه او بریاوې یې ترلاسه کړې، د انټر کانټینیټل سیالۍ جام ګټلو څخه د لوبغاړو لپاره په آی پي ایل، بي پي ایل، سي پي ایل او همدارنګه بي بي ایل کې شرکت او دوی د نړیوالو سترګو لاندې راتلل یوه ستره لاسته راوړنه بلل کیږي.

په یاد کال کې افغانستان ټولټال ۲۹ یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې ۱۶ یې ګټلي او ۱۱ یې بایللي دي، په ۱۶ یو ورځنیو لوبو کې یې ۸ او په ۱۱ شل اوریزو لوبو کې یې هم په ۸ لوبو کې بریا ترلاسه کړې ده، چې په یو ورځنۍ لوبو کې یې ۵۰ سلنه بریا ۴۳.۷ سلنه ماتې او ۷.۳ سلنه بې نتېجې وو، همدارنګه په شل اوریزو لوبو کې یې ۷۲.۷ سلنه بریا او ۲۷.۳ سلنه ماتې خوړلې، چې په مجموعي ډول یې غوره لوبه ترسره کړې.

• صحرا جام سیالۍ

۵ شل اوریزې لوبې، ۵ واړو کې بریاوې

افغان لوبډلې د ۲۰۱۷ کال په صحرا جام سیالیو سره په عربي متحده اماراتو کې پیل کړ، چې د آیرلینډ په شمول یې نورو لوبډلو ته ماتې ورکړه، آیرلینډ په یاد جام کې په لومړي ځل له افغانستان څخه پایلوبه کې ماتې وخوړه.

افغانستان په یادو شل اوریزو سیالیو کې چې د جنوري په میاشت کې پیل شوې ۵ لوبې ترسره کړې چې په ټولو کې یې بریا ترلاسه کړه، او په پایلوبه کې يې آیرلینډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره جام خپل کړ.

• زمبابوې سره سیالۍ

۵ یو ورځنۍ لوبې، ۳ ګټلې ۲ بایللې

د فرورۍ په میاشت کې افغانستان له زمبابوې سره د زمبابوې په کوربه توب په ۵ یو ورځنیو لوبو کې په ۳-۲ ماتې ورکړه، افغانستان د لومړۍ دوه پرلپسې لوبو ګټلو نه وروسته دوه پرلپسې لوبې وبایللې چې په پایلوبه کې یې زمبابوې ته په ۱۰۶ منډو ماتې ورکړه او د یو ورځنیو سیالیو جام یې خپل کړ، په پایلوبه کې د رحمت شاه او اصغر ستانکزي په غوره توپ وهنه او د ګلبدین او راشد خان په ځلیدونکې توپ اچونه د زمبابوې ټول لوبغاړي په ۱۳.۵ اورونو کې په ۵۳ منډو وسوځول، چې ددوی لخوا په یو ورځنیو لوبو کې درېمې کمې منډې دي.

• آی پي ایل IPL

د هند په تجارتي سیالیو کې د افغان لوبغاړو شرکت

د آی پي ایل ۲۰۱۷ کال بولۍ ته د افغانستان لخوا ۳ لوبغاړي هر یو محمد شهزاد، محمد نبي او راشد خان وړاندې شول، چې محمد نبي د سنرایزز حیدر اباد لخوا په ۳۰ لکه او راشد خان په ناڅاپي ډول د یادې لوبډلې لخوا په ۴ کروړه هندۍ کالدارې واخیستل شو، راشد خان د نړۍ د لوړ بیه لوبغاړو په لیست کې ځان ثبت کړ، په داسې حال کې چې محمد شهزاد له هیڅ کومې لوبډلې لخوا وانخیستل شو.

محمد نبي او راشد خان د افغانستان لخوا لومړي لوبغاړي شول چې په آی پي ایل کې ولوبیدل، راشد خان په آی پي ایل کې د ۱۷ ویکټو په اخیستلو په غوره لوبغاړو کې وشمیرل شو او د آی پي ایل ۶م غوره توپ اچونکی او ویکټ اخیستونکی وټاکل شو، چې د نړیوالو سترګې یې ځانته واړولې.

• آیرلینډ سره یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالۍ

۳ شل اوریزې، ۵ یو ورځنۍ

له دې وروسته په مارچ میاشت کې افغانستان له آیرلینډ سره د افغانستان په کوربه توب د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ۵ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې لرلې، چې په دواړو لړیو کې يې بریا ترلاسه کړه، لومړۍ یې په شل اوریزو لوبو کې په ۳-۰ او بیا یې په یو ورځنیو لوبو کې په ۳-۲ ماتې ورکړه، افغانستان د شل اوریزو لوبو په پایلوبه کې آیرلینډ ته د ۲۳۳ منډو هدف ټاکلی و چې په پای کې یې په ۲۸ منډو بریا ترلاسه کړه او شل اوریزو جام یې خپل کړ.

له دې وروسته افغانستان په یو ورځنۍ لومړۍ دوه لوبو کې پرلپسې له بریا وروسته دوه پرلپسې ماتې وخوړې او په پایلوبه کې یې آیرلینډ ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او جام یې خپل کړ.

راشد خان په ۳ شل اوریزو لوبو کې د خپلې غوره توپ اچونې سره ۹ او په یو ورځنۍ لوبو کې ۱۶ ویکټې ترلاسه کړې، نوموړي د شل اوریزو په یوه لوبه کې د ۳ منډو ورکولو په عوض ۵ ویکټې ترلاسه کړې، همدارنګه یې په یو ورځنۍ لوبو کې ۲ ځل ۴ او یو ځل ۵ ویکټې ترلاسه کړې.

• ویسټ انډیز سره لوبې

۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې

افغان لوبډلې په جون میاشت کې له سترې لوبډلې ویسټ انډیز سره د ویسټ انډیز په کوربه توب ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزو سیالۍ لرلې، چې یو ورځنۍ لوبې لړۍ په ۱-۱ سره مساوي شوه، په دې سیالیو کې راشد خان خپله غوره توپ اچونه وکړه او د ۱۸ منډو په عوض یې ۷ ویکټې ترلاسه کړې چې د نړۍ په کچه په یوه لوبه کې په زیاتو ویکټو ترلاسه کولو څلورم غوره لوبغاړی شو.

د افغانستان د ۲۰۱۷ کال سترو لاسته راوړنو څخه یې یو د کرېکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کول و، له اوږد انتظار وروسته افغانستان او آیرلینډ وکولی شول د روان ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د کرېکټ نړیوالې شورا د قوانینو مطابق د ټیسټ لوبې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي.

• آیرلینډ سره لومړۍ ۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې

د کال په پای کې د نومبر او دیسمبر په میاشت کې افغانستان او آیرلینډ د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو نه ورسته په لومړي ځل په عربي متحده اماراتو کې مخامخ شول، په دې سیالۍ کې آیرلینډ وکولی شول افغانستان ته په لومړۍ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې په ۲-۱ ماتې ورکړي.

همدارنګه د روان کال په دیسمبر میاشت کې د هند کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې هند لوبډله به د راروان ۲۰۱۸ کال په پیل کې له افغانستان سره لومړۍ نړیوال او تاریخي ټيسټ لوبه ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې په یاد کال کې افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په اسیایي جام سیالیو کې پاکستان ته په ستره ماتې ورکولو سره په لومړي ځل د اسیا جام اتلولي وګټله.

سرچینه: cricketcountry.com

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د