بیګ بیش لیګ: راشد خپلې لوبډلې ته پرلپسې دوهمه بریا وروبخښله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په تجارتي لیګ سیالیو کې د راشد خان په غوره توپ اچونه ایډلیډ سټرایکرز سیډني سکسرز لوبډلې ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

لوبه کې پچه د سیډني سترایکرز لوبډلې وګټله خو لومړی یې د راشد خان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، د راشد خان لوبډلې د الیکس کیري په غوره توپ وهنه د ۳ ویکټو په سوځیدو ۱۶۷ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا غوره توپ وهنه الکس کیري ترسره کړه، نوموړي د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مرسته په ۵۹ توپونو ۸۳ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې، او سیډني ته یې د ۱۶۸ منډو هدف وټاکه، الکس کیري د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

سیډني لوبډلې د راشد خان په غوره توپ اچونه ونه کړی شول ټاکلی هدف پوره کړي، دوی په ۲۰ اورونو لوبولو سره د ۸ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۱ منډې جوړې کړې.

راشد خان یو ځل بیا د خپلې لوبډلې په بریا کې ستر رول ولوباوه، نوموړي ۲ ستر لوبغاړي وسوځول، او مخالف لوبډله یې پرینښودله زیاتې منډې جوړې کړي، نوموړي په ۴ اورونو کولو سره ۲۲ منډې ورکړې او ۲ مهم لوبغاړي یې وسوځول، نوموړی د کرېکټ مبصرینو لخوا د بي بي ایل تفریح ورکونکي په نوم یاد شو.

همدارنګه د راشد خان لوبډلې لخوا سټانلیک، لاولین او نیسر ۲ – ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په تیره لوبه کې د غوره توپ اچونې او د لوبې غوره لوبغاړي نومیدو له امله په بیګ بیش لیګ سیالیو کې نوی شهرت ترلاسه کړ، نوموړي تر دې دمه ۲ لوبې کړي او ۴ لوبغاړي يې سوځولي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د