نظــر

غلام کرزی او د زندانو تړلو پریکړه ؟

 

بسم الله الرحمن الرحیم
 زمونږ یو دروند ورور راته په یو ایمیل کی چه په فارسی لیکل شوی وو لیکلی وو او ( زمونږ د غلام جمهور ریس د اشغلګرو د زندانو د تړلو له دریز او کړنی یی ستاینه کړی وه ) طبیعی خبره ده چه د ښو کړنو ستاینه باید وشی په دی شرط چه حقیقت ولری یعنی ژورو څیړنو ، ارزونو او پلټنو ته اړه ده ، چه دغه ښه کړنه دڅه له امله ، د چا له خوا او د څه د پاره تر سره شوی څه وجوهات او عوامل لری او د دی کړنی تر سره کونکی زمونږ د مظلوم اولس د معنویاتو د وژلو د پاره ، تر شا څه لری ؟

ایا دا کړنه هغه شرینی ته ورته ده چه منڅ یی زهر او شاوخوا په شرینیو پوښل شوی وی نو مونږ ځان مجبور وګڼلو چه کرزی دغه د زهرو شرینی په هکله څه ولیکم :
زه د دغه فعال او مجاهد ورور له دی نیکو اوافغانی احساساتو یوه نړی مننه کوم ، چه د اشغلګرو د زنداانو له تړولو یی خوښی څرګنده کړی او که حقیقت ولری مونږ ټول باید خوښی څرګنده کړو او د اشغلګرو د دی پټو زندانو له تړلو ( چه زمونږ په خپل کور کی زمونږ ځوانان په دی جرم چه د خپلو خلکو ، خاوری ، خپلواکی اوفرهنګ څخه دفاع کوی ، بندیان ، شکنجه ، بی عزته او پکی وژنی ) به مو خوښی ښکاره کړی وی او د افغانستان د غلام او فاسد حکومت له دی غیرتی دریز به مو حمایت او ستاینه کړی وی .
د غلام کرزی د اشغالګرو د زندانو تړلو پریکړه داسی مثال لری لکه نارینه چه هم بچی وزیږوی کشکی همداسی وی چه زمونږ د غلام او فاسد حکومت د غلامی او فساد کچه راښکته شوی او دوی د اشغلګرو له دستور غیره د داسی مظالمو او وحشتونو مخه یی په خپله نیولی او اعلانولی شوی ، دا زندانونه اشغلګرو اوس نه دی جوړ کړی او نه دا زندانونه د اشغلګرو یواځنی پټ زندانونه دی او نه یی دا زندانونه د وحشتونو یواځنی کړنی دی چه زمونږ ورونه او خویندی پکی ربړوی ، بی عزته کوی او وژنی دا د هغو د وحشتونو یو ډیر کوچنی مثال دی او د کرزی سره په مشوره او د کرزی په ابتکار هر کار کیدلو او کیږی د کیدلو زمینه یی کرزی او د کرزی ټیم ور برابروی که دا ومنو چه کرزی غلام نه دی او تل یی د افغانی غیرت لمن لکه د احمدشاه او میرویس نیکه په شان نیولی ده نو کرزی له دی مخکی ولی د اشغلګرو د دی زندانونو او په زرونو نورو وحشتونو یادونه او اعلانونه نه کوله .
خیر هغه وخت به یی وس نه رسیدلو او یا د اشغلګرو هغه نعمت به یی سترګی شمکوری کړی وی چه کرزی یی له موچی توب څخه جمهوری ریاست ته ورسولو ، یا یی هغه وخت قوت او ملګری نه درلودل ، یا یی اسلامی روحیه او افغانی شهامت کم وو یا تری ایمان او وجدان هجرت کړی وو یعنی د ده ناپاکه بدن د ایمان او وحدان د سپیڅلتیا د پاره وړتیا نه درلودله په دی غفلت او ډالرګټنه کی پوره ۱۴ کلونه تیر شول داسی وخت دا خبره کوی لکه روسان چه په خپله یا په بارنی فشار اچونه له افغانستانه ووتل خو نجیب به بریتونه تاوول چه ما وویستل نو کرزی هم هماغه د نجیب یا هغه د ښامار قیصه چه ویل به یی ( ښامار ما مړ کړو ) او هغه هم د غلامی د تړون ددوهم ځل نه لاسلیک کول او یا قندهار د شبږو زندانونو تړلو باندی د ښامار د وژلو د ادعا کولو تیاری نیسی ؟ .
زه وایم دا تیر هم په هیره ، کشکی همدا اوس شاه شجاع او د ده ټوله غلامه او فاسده اداره په دی پوه شوی وی چه دوی د دی مجاهد اولس سره جفا او غداری کړی ده او د دی اولس د خاورو لاندی او باندی زیرمو د خپلولو او د اشغلګرو سره په معامله باندی یی دغه مظلوم او مجاهد اولس او د دوی خاوره ، خپلواکی او فرهنګ په اور واچولو او د مظلوم بشریت په دشمنانو یی وپلورلو . زمونږ مظلوم اولس وایی که د دغه غلامانو د زندانو د تړلو دا کړنه په خپله خوښه ، په خپله خپلواکه اراده او د خپل اولس څخه په دفاع یی په ذهن کی هم ګرځیدلی وی ، مونږ به نه یواځی لمانځلی او ستایلی وی بلکه مونږ به یی تر شا دریدلی هم وی .
دا چه کرزی ناڅاپه او هغه هم د هماغه بادارانو په دیکته او دستور د هم هغه غلامی تړون د بیا نه لاسلیک کولو څخه سرغړونه کوی کوم چه بادارانو یی په نیمه شپی کی د خپلی خوږی ماندینی له غیږی د یو وفادارغلام په حیثیت راپورته کړو ، سترګیی ورله بیرته کړی په غوږ کی یی ورته وویل چه غلام ریس صاحب د دی چوکی د کینولو په بیه مونږ ته اوس د ټول اولس د غلامی تړون لاسلیک کړه او جلالتماب جمهور ریس صاحب ته یواځی د لاسلیک کولو ځای وردمخه شو او هغه بی ځانه او بی وجدانه غلام جمهور ریس صاحب د غلامی هغه تړون بی له دی چه پوه شی پکی څه لیکل شوی لاسلیک کړلو .
کله همداسی نه ده شوی چه د دوه خپلواکو هیوادونو یا د دوه خپلواکو موسسو تر منځ دی په نیمه شپه کی هر ډول تړون لاسلیک شوی وی د غلامی تړونونه په نیمو شپو کی لاسلیک کیږی ، د غلامانو د پاره د غلامی تړون نه لاسلیک کیږی بلکه د غلامی لایحه یا قانون غلالمانو ته ابلاغ یا اورول کیږی ( زور د غلامی تړون دی) تر څو چه د بادارانو زور وی د غلامی تړون بی لاس لیک کولو لاسلیک شوی او که غلامانو زور پیدا کړو بیا غلامی نشته نو د غلامانو او بادارانو ترمنځ ( زور او طاقت ) فیصله کن تړون دی. ولی هغه تړون چه کرزی صاحب په نیمه شپه کی لاسلیک کړو هغه دمجاهد اولس د غلامولو تړون او د کرزی صاحب د غلامی لایحه وه چه دا به کوی او دا به نه کوی یا ورته د حرامو او حلالو ټاکل وو او یا کرزی ته د اشغلګرو دخدایی او د کرزی د بندګی اعلان وو . او که تړون وو نو کرزی ته به یی دایادوله چه تاسی به د دی د جمهور ریس د دی چوکی په هدیه کولو کی اوس د ټول اولس د غلامیدلو لاسلیک وکړی او ویی کړلو .
دوه کلونه وروسته اشغلګرو یو ځل بیا د هماغه لاسلیک شوی غلامی تړون د بیا لاسلیک کولو دپاره وفادار او مبتکر غلام کرزی ته د لویی جرګی د راټولو او دایرولو د پاره دستور ورکوی چه لویه جرګه د ټول ملت په نمیندګی هغه د غلامی تړون هم لاسلیک کړی د لوی جرګی په دی لاسلیک کولو به له یوی خوا د کرزی د کرزی د غلامی بار او مسولیت راسپک شی او د بلی خوا زمونږ د هیواد د غلامیدلو پروسه د لا ډير اعتبار ولری یعنی د افغانانو راتلونکی نسل به دا نه شی ویلای چه کرزی څوک دی چه د امریکایانو سره زمونږ د برخه لیک سودا کوی له دی لاس لیک وروسته به افغان ملت ته د دوی غلامی علنی او رسمی اعلان شی .
ولی ډيره حیرانونکی دلته ده چه کرزی ته په شکاره ویل کیږی چه له لوی جرګی وروسته به یی ته لاسلیک کوی ولی په پټه ورته وایی چه له لاسلیک کولو څخه سرغړونه وکړه او د دی سرغړونی د پاره ښکلی ښکلی شعارونه جوړ کړه چه ملت انقلابی او قهرمان وروپیژندل شی هماغه اولنی لاسلیک دی کفایت کوی د دی ځل لاسلیک نه کول به دی اتل او قهرمان جوړ کړی چه ملت د خپلی غلامی مسولیت په خپله غاړه او د لوی جرګی په لاسلیک کولو تر غادړه کړو او تاسی به د احمدشاه او میرویس نیکه په شان ملی قهرمان او مارشال جوړ شی .
د دی لوی جرګی ( لویو خرو ) د راټولولو دپاره یی کرزی ته د لوی جرګی د غړو د پاره کافی بودیجه په واک کی ورکړه چه په دغه بودیچه د خپلی خوښی باوری خلک په بیه واخله ، کرزی ( چه په دی ډول دوه مخیزو کارونو کی تر هرچا ډیره تجربه ، ابتکار او وړتیا لری ) د غلامی اداری خپل خپلوان ، پلویان او ایزمیان یی سره راټول او د غلامی تړون یی ورباندی د ملت په نمایندګی لاسلیک کړو او د امریکایانو غیرقانونی اشغال ته یی قانونی حیثیت ورکړو له دی وروسته د هغو دا اولنی اشغال ، هر ډول وژنی او د راتلونکی هر ډ‌ول وحشت او بربریت قانونی شول د تړون یوه ماده یی همداده چه مونږ هر څه کوو تاسو مونږ ته څه نه شی ویلای یعنی ستاسی څان ، اولاد ، مال او ناموس زمونږ زمونږ به واک کی شول تر ټولو شرمیدلی غلامی به نور څه تعریف لری ؟ .
دامریکایانو هدف یعنی غیرقانونی اشغال یی چه د ملګرو ملتو څخه یی په جعلی او غیر قانونی ډول په وچ زور خپل کړی وو اوس یی د افغانستان د اولس د لوی جرکی له خوا جعلی او په زور ورته قانونی بڼه ورکړی شوه د حیرانتیا وړ بله خبره . کرزی ورله د مجلس په پیل کی ډيره انقلابی وینا کوی د لوی جرګی غړو ته چه اکثره یی بی سواده هم وو امریکا ته د نظامی بیسونو ورکولو ډير سفارش او ستاینه کوی د ملت د غلامولو د لاسلیک د باره له هر ډول ابتکارونو کار اخلی او د اشغلګرو دا پروسه په ډیر بریالیتوب مخی ته بیایی کرزی صاحب دا هم وایی ( چه د امریکا له او هر اړخیزو مرستو او نظامی شتون څخه غیره مونږ مړه یاستو ) ولی څنګ کی په ډيره قهقرا لکه د ساتل شوی طوطی په شان د پنجری سرته خیژی وروسته له هغی چه د تش په نامه لویه جرګه د غلامی سند لاسلیک کوی ، وایی ( ورونو زه تر هغی دا سند نه لاسلیک کوم چه امریکا زمونږ په کورونو عملیات بس کړی ، د طالبانو سره زمونږ سوله یقینی کړی او زمونږ په ټاکنو کی لاسوهنه ونکړی . مګر د اخبری د لوی جرګی د سند د لاسلیک کولو اخر کی وایی چه اوبه له ورخه تیری شوی د امریکاسفیر او مشاورین یی هم ناست او چکی چکی کوی چه زمونږ غلام څومره مبتکر شخصیت دی چه تر مونږ زمونږ استعماری پلانونه شه مخی ته وړی د دی ټولو قربانیو اخر کی کرزی صاحب د لاسلیک شوی سند د بیا لاسلیک کولو څخه د امریکایانو به د ستور سرغړونه کوی او له هغه وروسته له کرزی څخه ملی اتل او مارشال جوړیږی ؟
 د حیرانتیا ، د خندا او د شرم تر ټولو لویه خبره ، په داسی حال کی چه امریکایانو د خپلو تیښتو ضرب الاجل همدغه ۲۰۱۴ کال اعلان کړی خپلی تیښتی ته ( په خپلو بریاوو) او خپلی خوښی وتلو نوی رنګ ورکولی وسی او هڅی لری کله د تړون او کله د ټاکنو ، کله د سولی د پاره ننواتی او کله بیا د جنګ لاپی وهی ، کله د تجزیی او کله داعتلافونو پلانونو لیاری ګودری ګوری ، یعنی ډیر د خپلو لاسته راوړنو مګر وخت ناوخت جبرا په خپلو ماتو هم اعتراف کوی هره ورځ ، هره اونی او هره میاشت خپل عسکری بیسونه یو د بل پسی بندوی او ړنګوی نو زندانونه به په چا وساتی ؟ او د زندانونو د پاره نور څوک پاتی دی چه بندیان یی کړی ؟. څه بندیان یی غلامی اداری ته وسپارل چه تر بادارانو ورباندی غیر انسانی اعمال او شکنجی تر سره کوی جه کله په شهادت ورسیږی او کله د عقلی او عصبی ناروغیو سره مخ شی نو د کرزی د حعلی زندانونو تړل به مظلوم اولس ته څه ګټه و لری چه کنترول یی د افغانانو لاس کی او که د اشغلګرو به لاس کی وی ؟ او بیا هغه هم په داسی وخت کی چه اشغلګر بی له وتلو یا تیښتی بل انتخاب نه لری د باګرام زندان یی هم دغه غلامانو ته حواله کړلو دا به هم حواله شوی وی مګر کرزی ورباندی د تسلیمولو په ځای ( د تړلو نوم ) ږدی چه شاه شجاع توب یی کم شی او دی غلامی اداری ته د خپلواکی اداری حیثیت ور په برخه کړی دا خبره چه د اشغلګرو زندانونه باید وتړل شی )دا کرزی ته داشغلګرو له خوا دستور ورکړی شوی چه داسی ووایه په حقیقت کی دا توهین دی چه امریکایان یی د کرزی په واسطه په دی مظلوم اولس تر سره کوی زمونږ په مظلوم اولس توهین باندی زمونږ ویاړنه او خوښونه زمونږ په خپل ولس بل توهین دی .
یو متل دی ، وایی د ماشومانو په ژړا مییندی پوهیږی د امریکایانو په دی فتنو ، وحشت او توهینونو هغه سپیره مجاهدین پوهیږی کرزی دخپلی ښڅی سره دامریکایانو له اجازی غیره د خلوت اجازه نه لری دومره لوی خبری او لوی کارونه د غلامانو کار نه دی چه د اشغلګرو د زندانو تړلو او یا د اشغلګرو سره تړون د نه لاسلیک کولو جرات وکړی ، هو دا منم چه د امریکایانو د پاره کرزی ډير ښه هوښیار او مبتکر غلام یا اول متفکر دی اشرف غنی ته هم ته هم د کرزی په کچه هیله مند دی هیله لری د همدی امله یی مخکی له مخکی اشرف غنی په اقتصاد کی د نړی دوهم متفکر وبللو ، ولی په حقیقت کی د نړی نه دافغانستان دوهم متفکر منل شوی دی .
امریکایان ویستلو ته دغو سپیرو او لنډغرو مجاهدینو مجبوره کړل ، وایی ( څوک په رضا له ملکه نه ځی یا ډير غریب شی او یا د یار له غمه څینه ) امریکایان هم دی سپیرو مجاهدینو ( چه نه په زمکه سیوری او نه په اسمان ستوری لری ) غریبان او د همدغه طالبانو له لاسه د ماتو سره مخ او تیښته کی دی که نه د څه د پاره راغلی وو څه یی ترلاسه کړل څه مثبتی لاسته راوړنی همدا فاسده ، بی کفایته او شړیدلی اداره یی لاسته راوړنی دی ؟ القاعده یی د کمیدو په ځای زیاته کړه دی ته مثبتی که منفی لاسته راوړنی وایی ؟ منځنی اسیا نوره هم د روس چین او پاکستان تر منځ وویشل شوه له امریکا په هماغه انداز ه کرکه لری لکه څو لسیزی مخکی چه یی له روسانو کرکه درلودله ، له ځانه وروسته داسی شړیدلی اداره پریږدی چه د منځه وړلو د پاره یی د طالبانو په ځای د دوی خپل منځی دششمنی او کرکی هم کافی دی یعنی د منڅه وړلو د پاره یی اسلامی مقاومت ته اړه هم نشته ، همدا دری نیم لکه ملی پولیس ، استخبارات او اردو به خپلو کی یو بل سره نښه کوی او لا به خدای ناخواسته افغانستان د روس ، ایران ، هند او پاکستان تر منځ وویشل شی همدا یی د بریاوی مثبتی لاسته راوړنی دی ؟ .
د اشغلګرو زندانونه ، فاحشه خانی ، نظامی بیسونه ، استخباراتی کړی ، د دوی غلامه او فاسده اداره او داسی نور د اسلامی امارت فدایان او مجاهدین یی تړی ، اصلا دا کار د کرزی له صلاحیت او قدرت پورته کار دی هو صرف د دی ډول غیرتی خبرو اجازه ورته شوی او دستور ورکړی شوی دی چه دخلکو ذهنیتونه د کرزی په هلکه بدل شی او د خپلو ماتو او محرومیتونو د پاره اوبه خړی کړی او په خړو اوبو کی پټ تیر شی چه څومره په لابو ، غرور او وحشت راغلی وو څومره په ذلیل تیا پیچارګیو او ناکامیو به یی د قدرت مړی د لویو قدرتونو به هدیره کی خخیږی همدا ذلیتیا یی بس نه دی .

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x