دیني، سیرت او تاریخ

زما رب زما په حال خبر دی

دکتور کفایت الله وردګ

حضرت مالک بن دینار رحمه الله فرمايي :

چېرته چې زه اوسېدم هلته یو ځوان وو چې د ژوند ښه سهولتونه ورسره وو ، په حکومت کې یې په ښه رتبه باندې کار کاوه ، په کوم کور کې چې اوسېدو ښکلی کور وو او ده ته له پلار نه په میراث پاتې وو پدې کور کې به هره شپه دده ملګري را ټولېدلی میلې به یې کولې ، چیغې به یې وهلې ، سره خندل به یې ، ددې ځای خلک ټول پدې خبر شول چې ددې ځوان کور د موسیقی د پروګرامونو ، شرابو څښلو او د لوفرانو د کارونو ځای وو .

په ځینې ګاونډیانو باندې دا خبره سخته تمامه شوه او ویې غوښتل چې دا د فسق اډه لدې ځایه لرې کړي لکن دا ځوان څرنګه چې له یوه لوري مالدار وو او له بله لوري یې په حکومت کې ښه وظیفه وه د چا ورباندې وس نه رسېدو نو ځینې ګاونډیان دې ته اړ شول چې ده ته یې کورونه نېږدې وو خپل کورونه یې خرڅ کړل حضرت مالک بن دینار رحمه الله فرمایی یوه شپه څه ګاونډیان راغلل ماته یې شکایت وکولو او راته یې وویل چې د شپي خوب نشو کولی ، د شپې مونځ نشو کولی ، د شپې په سر کې له خوب نه پاتې شو نو بیا نه د شپې مانځه ته پاڅېدلی شو او نه د سحر مانځه ته په وخت وتلی شو .

ما ددې خلکو خبرې واورېدې زه یې هم ډېر خفه کړم دوی ته مې وویل : ځئ تاسې اوس لاړ شئ یو څه به وکوو .
دوی رخصت شول ما د شپې تر ډېره وخته پدې اړه فکر کاوه چې باید څه وکوو ترڅو دا ځوان لدې غفلت نه را ویښ شي او که الله تعالی ورته هدایت وکوي … خو څه داسې خاصه نظریه مې ذهن ته رانغله .

یوه ورځ چې زه لدې ځوان سره په لاره کې مخامخ شوم دده د ګاونډیانو د شکایت په اړه مې ورته وویل او ډېر کوښښ مې وکولو چې په نرمه لهجه ورسره خبرې وکوم ترڅو زما خبرې دده زړه ته ننوزي خو زما خبرو په ده هېڅ اثر ونه کا او راته یې وویل : ګوره مشره کور مې خپل دی ، ملګري مې خپل دي خپل ملګري مې راځي په خپل کور کې د ننه چې هرڅه کوو د چا پکې کار نشته او زه د دوی لپاره خپل کور نشم پرېښودی که دوی غواړي نو خپل کورونه د پریږدي .

حضرت مالک بن دینار رحمه ا لله ورته وویل : ګوره بچیه زه پدې ډارېږم چې دوی به ستا په سر مشر ته شکایت وکوي (په دولتي سویه مشر ته)

ځوان وویل : کاکا پرېږده چې ویې کوي زما په سر چې څوک مشر دی هغه چې خپله یو څه کوي نو ما به ورڅخه څنګه منع کړي .

مالک بن دینار رحمه الله ورته وویل : بچیه زه پدې ډارېږم چې دوی به ستا شکایت الله تعالی ته وکوي څوک چې د هرمظلوم مرسته کوي .

ځوان وویل : پرېږده یې چې ویې کوي الله تعالی عفوه کوونکي ، بښونکی ، مهربان او زما په ټولو حالونو خبر ذات دی .

مالک بن دینار رحمه الله فرمایی : زه له ده څخه را وګرځېدم دده په ځوابونو خفه شوم .

په همدې شپه کې مې خوب ولېدو چې څه په بل ډول کیفیت کې ماته زما رب خطاب کوي او په خوب کې زه پوهېږم چې خبرې ماته زما رب کوي خو زه د اواز لوری او طرف او کیفیت نشم معلومولی او راته وايي : مالکه ته هغه څوک پرېږده چې هغه دا وایی چې زما رب عفوه کوونکی ، بښونکی ، مهربان او زما په ټولو حالونو خبر دی .

په وېره کې پداسې حال کې له خوبه را ویښ شوم چې تسبیح مې په خوله وې استغفار مې ویل د سحر له مانځه څخه لږ وختي وو او له د ې خپل خوب نه زیات متاثر شوم په همدې وخت کې پاڅېدم د ځوان کور ته ورغلم در وازه مې ورته و ټکوله او اواز مې هم ورباندې وکولو .

هغه په غصه کې خپل خادم ته وویل : ته ورشه دا څوک دي چې پدې وخت کې دروازه ټکوي او څه غواړي؟ او ورته ووایه چې نیک مې ویده دی .

ما خادم ته وویل : زه په یوه ډېره لویه خبره کې راغلی یم او دې خبرې ته ستا د نیک ضرورت دی .

خادم وویل : نیک مې ویده دی او پدې وخت کې زه هغه نشم را ويښولای.

ما ورته وویل : ته به هغه اوس را ویښوې او کنه نو چې بیا د کوم کار نا وخته کیږي مسئولیت به یې ټول ستا په غاړه وي .

خادم کور ته ننوت او لږ ځنډ وروسته بېرته را ووت ماته یې وویل : ما خپل نېک را ویښ کړو راځه په آرام سره را ننوزه.

زه ور ننوتم هغه ځوان ناست وو بد بد یې کتل ما ورباندې سلام واچاوه سلام یې را وعلیک کړل ویې ویل : څه شی د په کار دی؟

ما ورته وویل : هو بچیه .

څه شی؟

ما ورته وویل : زه راغلم لتا معذرت غواړم (بښنه درنه غواړم)

د کومې خبرې؟

ما وویل : که تاته یاد وي هغه ورځ ما تاسې ته ستا د ګاونډیانو د شکایت په اړه خبره کړې وه .

ځوان وویل : هو راته یاده ده هغه خبره په هغه خبره کې بیا څه وشول؟

ما ورته خپل خوب وویلو او دا مې ورته وویل چې ما واورېدل چې زما رب ماته ویل : مالکه ته هغه څوک پرېږده چې هغه دا وایی چې زما رب عفوه کوونکی ، بښونکی ، مهربان او زما په ټولو حالونو خبر دی.

لدې خبرې سره د ځوان په سترګو کې اوښکې راغلې ، رنګ یې بدل شو سر یې ښکته کړو او پټه خوله شو ..

بیا یې سر پورته کړو ویې ویل : آیا تا په خوب کې ولیدل چې رب داسې ویل ؟

ما وویل : هو !

ځوان وویل : خپل لاس د را اوږد کړه .

ما خپل لاس ورکړو هغه ماته خپل لاس په لاس کې راکړو او لما سره یې تعهد وکولو ترڅو چې په ما کې عقل او روح وي زه به نور ګناهونه نه کوم .

ما ورته وویل : چې راځه اوس لما سره جومات ته د سحر مانځه ته لاړ شه .

هغه وویل : سمه ده .

د سحر مونځ مو وکولو او بېرته خپلو خپلو کورونو ته لاړو .

صبا مې بیا د سحر د مانځه نه وړاندې په جومات کې په مانځه ولاړ ولیدو چې په ښه توګه یې مونځ کاوه او له هغې ورځې نه وروسته بیا نېک انسان ورڅخه جوړ شو الله تعالی ورته هدایت وکاوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب السلام علیکم !
الله ج دی اجرونه او تر دی لا زیات توقیق درکړی او مونږ ته هم ستاسی او نورو پوهو ورونو به شان د ویلو او عمل وړتیا او پیاوړتیا راکړی . هره لیکنه دی چه زه لولم ډیره می خوښیږی او ډیر وزن او ځانګړی کیفیت لری ، هر څه کی چه رشتونولی او تقوی وی د هغه څه ښکلا او سپیڅلتیا هم زیاته وی مننه

الجاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب السلام علیکم !
الله ج دی اجرونه او تر دی لا زیات توقیق درکړی او مونږ ته هم ستاسی او نورو پوهو ورونو به شان د ویلو او عمل وړتیا او پیاوړتیا راکړی . هره لیکنه دی چه زه لولم ډیره می خوښیږی او ډیر وزن او ځانګړی کیفیت لری ، هر څه کی چه رشتونولی او تقوی وی د هغه څه ښکلا او سپیڅلتیا هم زیاته وی مننه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x