کابل: د نني بريد مسؤليت داعش ومانه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نن له سهار وروسته شاوخوا لس نيمي بجې د کابل ښار د شپږمي امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د (صدای افغان) او تبیان فرهنګي ـ سياسي مرکز د وسله وال او سرتيري بريد ښکار شو.

د بريد په پایله کې د دوو پولیسو په ګډون ۴۱ تنه وژل شوي او ۸۴ تنه نور ټپيان دي.

د نن ورځي د خونړي بريد مسؤليت داعش ډلي په غاړه اخيستی.

داعش ډلي له خپل ادرس (اعماق) څخه په خپره کړې اعلاميه کې د بريد د مسؤليت تر څنګ ادعاء کړې چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان ټول شعيه مذهبه دي.

د داعش ډلي د خبر په اساس د نني بريد له امله ۲۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د صدای افغان ـ اوا دفتر مشر سید حسین حسیني پر دغه مرکز برید غندلی دی.

ده ویلي، نن د تبیان فرهنګي ـ سیاسي مرکز کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل د ۳۸مې کلیزې د غندنې غونډه روانه وه، چې برید کوونکو پرې حمله وکړه او ګڼو ګډونوالو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

ننی برید ارګ او سپیدار ماڼیو غندلی او خپله غم شریکي یې ورسره ښودلې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

مخکی له دی چه یوه حادثه د غندلو یا ستایلو وړ وی ارزونه یی باید وشی چه دا حادثه د چا له خوا او د چا په مقابل کی ترسره شوی له هغه وروسته که دغندو او که د ستایلو او یا نه دغندلو او نه ستایلو وړ وی په رد یا تایید یی لیکنی او تبصری ولیکل شی: لیکنه کی ویل شوی چه غونډه کی ټول شیعیان وژل شوی یا ټپیان شوی، دغه اړخ چه دوی کومه ډله ده ( جلا خبره ده) که کفار هم وی او مونږ سره په جنګ کی نه وی دا ډول وحشت لازم… نور لوستل »

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

بيانزى صاحب سلامونه ته خو لا د شيعه كولو يادوي څه وخت مخکښی می یو مطلب په یو عربی سایټ کښې لیدلو د مطلب عنوان داسی و خطر جديد يهدد سنة العراق په مطلب کښي راغلی و چی یزیدیه ملیشو د عراق په سنجار ولایت کښي د اهل سنت په ضد دداعش نه د انتقام تر عنوان لاندی داسې فجایع شروع کړی او فجایعو ته یې لاس اچولی چی قلم یې له لیکلو عاجز ده. د اهل سنت د کورونو له سوځولو رانیولی د نارینه و او ماشومانو تر قتلولو یې، او پر ښځو یې د جنسی تیری نه رانیولی… نور لوستل »