نړۍ

جيمز جونز: د امريکا او پاکستان اړيکې تر ډېره حدې خرابې شوي

د اوباما پخواني امنيتي سلاکار جيمز جونز ويلي، چې د امريکا او پاکستان اړيکې تر ډېره حده بې خونده شوي او افغان قضيې د حل لپاره د پاکستان کردار ډېر اړين دی.
امريکايي رسنۍ وايي، چې ښاغلي جونز د امريکا کانګريس ته د خپلو خبرو په ترڅ کې و ويل، چې د امريکا او پاکستان تر منځ د بې باورۍ له امله د دواړو هيوادو اړيکي ډېرې ترينګلې دي، د دغو اړيکو راتلونکي هم مبهم دی.
جونز زياته کړه، چې د امريکا او پاکستان تر منځ سوداګريز، اقتصادي، امنيتي او ټولنيزې اړيکې موجودې دي.
دې دې ټولو سر بېره د افغان کشاله د حل په موخه د پاکستان کردار ډېر اړين او تر څو چې د امريکا او پاکستان اړيکې په مستقله توګه نه وي، سمې شوي، دا ستونزې به نورې زياتيږي.
د يادونې وړه ده، چې د پاکستان د جوړيدو له پیله د امريکا او پاکستان اړيکې تل د ستونزو او مشکلاتو ښکار دي، کله تر حد ډېرې ترينګلې سي او کله يې بيا امريکا په سيمه کې تر ټولو مهم اتحادي بولي.
ډېری پاکستاني کارپوهان فکر کوي، چې امريکا پاکستان سره د خپل مطلب تر پولې دوستي کوي او تل کوښښ کوي، چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره وکاروي او وايي، چې امريکا هيڅکله پاکستان سره دوستي نه غواړي.
بل پلو ګڼ شمېر امريکايي کارپوهان وايي، چې پاکستان امريکا سره تل دوه مخی سياست کوي، دوی ته يو څه وايي، عمل کې بل څه کوي.
د دې دوه اړخيزه متضادو فکرونو له امله د دواړو هيوادو اړيکې ډېر په نازک تار تړلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x