د نړۍ تر ټولو کوچنی تلیفون مو لیدلی؟ انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برطانیې مشهورې کمپنۍ زینکو ZANCO د USB فلش په څیر یا هم ددې نه کوچنی مبایل فون ټیني ټي ون (Tiny T1) وړاندې کړی، چې اوږدوالی یې 46.7 ملي میټره او وزن یې 13 ګرامه دی.

 

زینکو کمپنۍ د یاد مبایل په اړه وایي: مونږ ویاړو چې د نړۍ تر ټولو کوچنی ګرځنده تلیفون مو وړاندې کړی، دا مبایل دومره کوچنی دی چې د انسان لپاره یقین کول ستونزمن دي چې ایا دا واقعا هم کار کوي که نه.

دا مبایل د تلیفون کولو او پیغامونو لیږلو سره 300 مبایل نمبرې او 50 پیغامونو ساتلو وړتیا لري.

ټیني ټي ون مبایل به په 2G شبکه کار کوي، د 200 mah بیټرۍ لري چې په یو ځل چارج کولو د 3 ساعته پرلپسې خبرې کولو وړتیا لري، چې په عام وخت کې به د 3 ورځو پورې د چارج ساتلو وړتیا لرلای شي.

دې مبایل کې به 0.49 اینچ LED ډیسپلی موجود وي، په داسې حال کې چې د چارج لپاره یې د مایکرو USB پورت Port لګول شوی دی.

دغه مبایل د نانو سیم کارت ځای سره مکمل بټنې (کیبورډ) او یو کوچنی سپیکر هم لري.

د کمپنۍ په وینا ددې مبایل موازنه له سمارټ فون سره هم کیدلی شي، خو په عام ډول دا د بیړني تلیفون کارولو لپاره مناسب دی.

ددغې مبایل بیه د کک اسټارټر ویبپاڼې په وینا 35 برطانوي پونډه ښودل شوې ده چې 3270 افغانۍ کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د