د وخت ژغورل څنګه ممكنه ده؟

save_timeژباړه او زياتونه :: محيب رحمتي

په  دنيا كي ډېرى خلك داسي دي چي، د كار د زياتوالي او د وخت له كموالي سر ټكوي، وخت يو داسي شى دى چي، د امير او غريب لپاره يو رنګ موجود دى،

په دې خبره ټول ښه پوى دي چي وخت بيرته نه راګرځي، خبره يوازي د هغه په سمه توګه كارول دي، ځيني داسي خلك هم سته چي د خپلو كارونو تر څنګ ځيني نور كارونه هم تر سره كوي،  او د وخت د تېرولو خلكو سره يوازي بې له دې چي پېښماني وكړي بل څه په لاس نه ورځي،

په نړۍ كي د كاميابه انسانانو  ښه خوى همدا و چي د وخت قدر او قېمت يې پېزندلى دى، له همدې امله هغوى كامياب بلل كيږي، په موږ كي اكثره خلك دا هيله لري، چي كاشكي په ورځ كي څو ساعته نور هم واى، چي موږ به خپل نيمكړي كارونه پوره كړي واى، داسي خو كېداى نه سي، خو نن تاسو ته څو داسي خبري درښيم، كه تاسي په هغه عمل كول پيل كړئ نو تاسي ډېر وخت ژغورلاى سئ، او د كاميابه خلكو په نوم لړ كي به وګڼل سئ، د نړۍ ټولو پوهانو د وخت په پابندي باندي ځانګړى تحقيق كړى دى، په دې اړه يې خلكو ته ګټوري مشورې وركړې دي.

تر هر څه وړاندي تاسي بايد وخت ته پاملرنه وكړئ، په خپلو هغو وړو وړو كړنو باندي نظر وكړئ، چي له هغه تاسي پنځه دقيقې وخت ژغورلاى سئ، ځكه چي په همدې كوچني كوچني كارونو كي ستاسي ډېر وخت ضايع كيږي، څومره ژر چي يو كار كيږي هغومره ژر يې د خلاصولو هڅه وكړئ، په خپل وخت پاڅئ، په بستره كي همداسي پروت پاته كېدل او رنګا رنګ چورتونه وهل ستاسي وخت ضايع كوي، الله تعالى تاسي بې كاره نه ياست پيدا كړي، په خپلو كارونو ځان خبر كړئ، او مثبت كارونه وكړئ.

كه غواړئ چي كوم كار د ناشتې نه وروسته وكړئ، هغه د ناشتې نه وړاندي وكړئ، ځكه چي بيا به ناشته په اطمينان سره وكړئ، زړه به مو له كاره بې غمه وي، ناشته ضرور وكړئ، كه هغه لږ وي يا ډېره، ځكه چي تاسي ټوله ورځ خپله انرژي په كار كي مصرفوئ.

له داسي كالو اغوستلو څخه ډډه وكړئ چي په اوتو كولو يې زيات وخت لګيږي، ځكه د اوتو كولو مساله هم د اكثرو خلكو په مصروفياتو باندي بد اغېز كوي، كالي كه قېمتي وي يا نه، خو بايد چي پاك وي، چي د خلكو په تاسي سم نظر وسي.

هڅه وكړئ چي په يوه وخت كي څو كارونه وكړئ، ځكه چي دا د وخت ژغورلو تر ټولو ښه تګلاره ده، د وخت د ژغورلو لپاره تر ټولو ښه تګلاره دا ده، چي تاسي د كور د كار لپاره كوم نوكر يا نوكره ونيسئ،  په دې ډول تاسي ډېر وخت ژغورلاى شئ.

د وخت په اړه والټر سكاټ يو ځوان ته په ليك كي ليكلي و :

– وروره! خپل وخت بې ځايه مه تېروه. د کوم کار کول چې درباندې وي، سمدستي يې کوه.

هڅه کوه چې د کارونو له پاى ته رسولو نه وروسته د ارامۍ او سوکالۍ په فکر کې شې، نه د کارونو تر سره کولو څخه مخکې؛ ځکه ددې پايله بيا له لاس مروړلو او پښېمانۍ نه پرته بل څه نه وي.

تا به د فوځ کتارونه د حرکت په حال کې ليدلي وي، که لومړى کتار سم مزل ونشي کولاى، نو دويم کتار نا ارامه وي؛ ځکه د دويم کتار پر مختګ لومړي کتار پورې تړلى وي.

بس همدغه حال د کاروبار هم دى، که تر لاس لاندې کارونه دې سمدستي يو د بل پسې تر سره نه کړل؛ نو کارونه درباندې ډېرېږي او پايله يې ستا د پرېشانۍ او وارخطايۍ نه بله څه نه کېږي؛ ځکه د انسان ماغزه دومره توان نه لري، چې يو درجن کارونه په يو وخت تر سره کړي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.