افغانستان

بدخشان کې د ځمکې ښويدو له امله ۲۰۰ کورونه د ځمکې لاندې شوي

نن ټکی اسيا: د کورنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هيواد شمال بدخشان ولايت کې د ځکمې ښويدو له امله شاوخوا دوه سوه کوره تر ځمکې لاندې شوي دي.
د کورنيو چارو مرستيال وزير جنرال ايوب سالنګي وايي، دا پېښه نن د جمعې په ورځ يوه بجه د بدخشان ولايت ارګو ولسوالۍ کې شوې ده.

د سالنګي په وينا تر اوسه به کيدای شي تر دوه سوو پورې کسان مړه شوي وي، خو دوی مرستندويه ډلې سيمې ته ليګلي، تر څو خلک وژغوري.

 تېره مياشت هم د هيواد په شمال تخار ولايت خواج خيراب سيمه کې سل کورونو د ځمکې لاندې شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x