قبضیت نه د خلاصون لپاره لاندې خواړه استعمال کړئ!

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): قبض/قبضیت یو داسې مهلکه ناروغي ده چې ددې په اوږدیدو نورې ناروغۍ رامنځته کیږې، او ددې ناروغۍ پر وخت انسان له ډېرو ستونزو سره مخ وي، او دا ناروغي د سترې ناروغۍ شکری علامت هم کیدلی شي.

د څیړنې پر اساس د شکری ناروغۍ نه غیر د سرطان ناروغۍ هم د قبض په شکل رامنځته کیږي، څیړونکي وایي که تاسې له قبضیت ناروغۍ سره مخ یئ نو هیڅکله دې ته په وړه سترګه مه ګورئ او ددې فوري درملنه ترسره کړئ.

خو دلته تاسې ته داسې اسانه او کورنۍ نسخې ښودل کیږي چې کولای شئ پخپل کور او اشپز خانه کې د قبضیت ناروغۍ مخه ونیسئ:

آلو بخارا:

الو بخارا میوه له فایبر څخه ډکه ده، دا په اصل کې د کولمو په فعالولو او قبضیت ختمولو کې مرسته کوي، په یو دانه الو بخارا کې یو ګرام فایبر پروت دی چې د بدن لپاره مناسبه اندازه ده، همدارنګه په الو بخارا کې نور داسې برخې شتون لري چې په هاضمي سیستم کې مرسته کوي.

پوپ کارن (د جوارو پولۍ):

پوپ کارن د خولې خوند جوړولو سره د قبضیت ناروغۍ مخنیوي کې مرسته کولی شي.

د قبضیت د مخنیوي لپاره د چپس پر ځای پوپ کارن وخورئ، د طب متخصصینو په وینا دا په اسانۍ سره د بدن د فایبر اړتیاوې پوره کوي، ځګه چې د پوپ کارن په یو څه برخه کې ۳ ګرامه فایبر شتون لري.

اوبه:

د قبضیت پر مهال زیاتې اوبه څکل هم ددې ناروغۍ مخنیوي کې مرسته کوي.

د ورزش او تمرین کولو سره د مناسبې اندازې اوبه څکل هم د قبضیت په مخنیوي کې اړین دي، اوبه د کولمو فعالیت په حرکت راولي، که ستاسې بدن څومره د اوبو کموالي سره مخ وي قبضیت به هم هغومره ډېره وي.

مالټه:

د طب متخصصینو د قبضیت نه د خلاصون لپاره مالټه هم یو له مهمو خوړلو څخه شمیرلې.

ددوی په وینا ځکه چې دا فایبر نه ډکه او د کم کالوریزو میوه ده، همدارنګه تروش خونده میوو کې یو رنګه ماده شتون لري چې د قبضیت نه خلاصون کې مرسته کوي.

وریجې:

د یوې څیړنې پر اساس هغه کسان چې زیاتې ورېجې خوري د قبض ناروغي په دوی کې ۴۱ سلنه د نورو په نسبت کمه وي، ددې یې کوم ښکاره دلیل نه دی ښودلی خو په وریجو کې د فایبر ماده تر ډیر حده شتون لري چې د قبضیت په ختمولو کې مرسته کوي.

پالک (شنه سابه):

پالک د فایبر نه ډک خواړه دي، چې د کولمو په صفا کولو او د فاضله موادو په ویستلو کې مرسته کوي.

مستې:

مستو کې د بکتریاو ډیره اندازه شتون لري، چې دمعدې لپاره ښه ثابتیږي، مستې نه یواځې د غذا نالۍ سیستم پاکولو کې مرسته کوي بلکه ورسره د کولمو فعالولو لپاره هم غوره خواړه دي.

همدارنګه د سهار ناشته کول د قبضیت مخنیوي کې مرسته کوي، ځکه چې د سهار خوراک سره معده او کولمې په حرکت راځي او د ورځې په جریان کې ښه فعالیت ترسره کوي، خو په یاد ولرئ چې سهار ناشته کې فایبر لرونکې خواړه غوره کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د