د هندوستان په ممبئ ښار کې د اور لګېدنې له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هندوستان د ممبئي په ښار کې چارواکو ویلي چې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله ۱۵ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.

د الجزیرې د راپور سره سم په بمبئي ښار کې ددوه رغتونونو چارواکو ویلي چې دوی ته ۱۵ تنه مړي او ۲۵ نور ټپيان رسیدلي دي، چې اکثره یې ښځي دي، چاچي په ودانۍ کې د موسیقي په یوه پروګرام کې ګډون کړی وو.

د بمبئي د پولیسو ویاند یوې رسنۍ ته ویلي چې په وژل شویو کې ۱۱ تنه ښځي دي چې عمرونه یې د شل او دیرشو په منځ کې دي، او زیاته کړې چې د ځینو ټپيانو روغتیايي حالت هم د اندېښنې وړ دی.

اور د بمبئي ښار د کمالا میلز په نامه سیمه کې په یوې پنځه پوړیزې ودانۍ کې لګېدلی او د چارواکو په وینا ۱۵۰ تنه له ودانۍ څخه خوندي ایستل شوي دي.

ویل کیږي چې اور په یوه ریسټورانټ کې ولګېد کوم چې د ودانۍ پر سر باندي موقعیت لري او بیا لاندي منزلونو ته وغځېد چېري چې د کریسماس او نوي کال د راتګ په مناسبت د موسیقي پروګرام جوړ وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د