په تیرو دری نیمو میاشتو کې دا ۷ خونړی برید دی چې په افغانستان په تیره کابل کې د داعش لخوا د شیعه ګانو پر تجمعاتواو مذهبي مراکزو تر سره کیږي.

د کابل پرونی برید د محقق د څرګندنو خونړی غبرګون

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : پرون یوځل بیا د کابل ښار د شپږمي امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د (صدای افغان) او تبیان فرهنګي مرکز د داعش لخوا په نښه چې له امله یې ۴۱ تنه مړه او ۸۴ تنه نور ژوبل شول.

داعش د برید په اړه خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې دوی تبیان فرهنګي مرکز ځکه په نښه کړ چې دلته افغان شیعه ګانو ته د ایران له لوري د شیعه مذهب فکر او اکاډیمیکې زده کړې ورکول کیدي.

په تیرو دری نیمو میاشتو کې دا ۷ خونړی برید دی چې په افغانستان په تیره کابل کې د داعش لخوا د شیعه ګانو پر تجمعاتواو مذهبي مراکزو تر سره کیږي.

تیره میاشت د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق له لوري په تهران کې د فاطمیون لښکر او په هغه کې د افغان شیعه ګانو مشارکت تقدیرول داعش ته په افغانستان کې د دغسي بریدونو تر سره کولو لپاره یو ښکاره مبرر په لاس ورکول و.

داعش او فاطمیون هغه تروریستي ډلې دي چې د امریکا او نړیوال صهیونیزم لخوا د دې لپاره ایجاد شوې چې په مسلمانانو کې فرقه یې او مذهبي شخړې راپورته او هغوی د سني او شیعه په نوم یو له بل سره وجنګوي.

په ایران کې د محقق لخوا د فاطمیون لښکر او په هغه کې د افغان شیعه ګانو مشارکت تقدیرول هم له امریکايي ایماء (اشارې) پرته ناشونی دی ، ځکه نوموړی د ګډ حکومت لوړپوړی چارواکی دی او د هغوی ټولې کړنې او څرګندونې د دوی د خپل فکرنه ؛ بلکې د امریکايي فرمایش محصول وي.

له منځني ختیځ څخه افغانستان ته د داعشي پروژې انتقال او دلته د شیعه ګانو پرمذهبي مراکزو د دغه ډول خونړیو بریدونو تر سره کول افغانستان ته د هغو ټولو فتنو، سازشونو او جنجالونه را لیږدول دي کوم چې په سوریه کې د فاطمیون او داعشي ځناورو لخوا یو د بل پر خلاف تر سره کیدل.

د دې وحشت د مخنیوي لپاره افغانانو ته که هغه اهل سنت دي او که اهل تشیع دا په کار دي چې له هرهغه چا څخه خپل برائت اعلان کړي کوم چې د پردیو په لاس دغه ډول جوړ شویو وحشي ملیشو د وحشتونو تائید او تقدیر کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د