
کندهار:عينو مېنه کې چاودنه شوې/انځوریز
نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د کندهار ښار د يوولسمي حوزې اړوند په دوهمي عينو مېنه کې چاودنه شوې.
چاودنه د دوهمي عينو مېني لوی چوک ته څېرمه د چاودېدونکو توکو نه ډک موټرسايکل په مټ تر سره شوې.
د بريد هدف د يوولسمي امنيتي حوزې د يوې پوستې قومندان (خوريی) بلل شوی ، نوموړی په خپل زري موټر کې د تګ په حال کې وو چې موټرسايکل چاودنه پرې وشوه.
د ځايي سرچينو له مخي قومندان خوريی له چاودني روغ وتلی خو موټر يې زيانمن شوی.
د بريد مسؤليت چا نه دی منلی او نه هم تر دې مهاله د مرګ ژوبله دقیقه شمېره څرګنده شوې.
عینو مېنه په کندهار ښار کې نسبتاً امن سيمه بلل کيږي خو په دې وروستيو کې چريکي بريدونه په کې ورځ تر بلي زياتيږي.
د يادوني ده چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو مخکښ افسر ( دوهم څارن نور محمد افغان ) ، عصمت الله نومی پولیس او يو بل د ملي اردو افسر د طالبانو له لوري د نفوذي بريد په ترڅ کې د بند تېمور په سيمه کې وژل شوي.
د ننۍ چاودني انځورونه :
په بند تېمور سيمه کې وژل شوی افسر (دوهم څارن نور محمد افغان):