شعـــــرونه

نابغه ښايست مي لوټ شو

(د زخمي مجاهد ، رښتیني ملګري او بوالهوس ملګري کیسه)

په اخلاص دي آفرین شه!

خدای پاري خلګ مي خوښ دي
په خدای ډېر راباندي ګران یې
ته په خدای باندي مین یې
زه په تا باندي مین یم

ګني خلک خو نور ډېر دي
جهان ډک له ښایستو دی
خو ترتا دي څوک ښه نه وي
ستا په څېر بادامي سترګې  
سپین رخسار او هسکه غاړه
یوسف مخي تاته وایم

نه چې:

دلمر کانه راوشي
نه چې سپینه سپوږمکۍ شم
لکه سپین یوولس ستوري
هی توبه . . .
پرسجده درته وېریږم
برایي مي خوب لیدلی
زړه مي ریږدي زړه مي ریږدي
بیا مي زړه نه وي بایللی
ته خو زموږ دښار یوسف یې
ته خو زما خوب ته لږ ځیر شه
څه په شړکنده باران دی
بس همدغسي باران وو
هیبتناک تندریز غږ وو
دورېځو له سالو نه
سپیني سرې شوخي بریښناوي
تابه ویل چې شوخو نجونو
ورزده کړي پټپټاني
یو په بل پسي په وار راښکارېدله
په ګړنګ کي ازانګه وه
 هغه پوري شپونکی وینې
دده عمر دي دسر تر وېښتو ډېر شي
ما هغه ته پنا یووړه
په کوڅي کي یې ورپټ کړم
څه پنیر او څه پتېره
څه تازه شيدې یې راکړي
ما زدیګر لمر په لوېدو وو
بغ او بوغ د وریو ورک شو
خو مرغانو څه شېبه لا
د ژېړ لمر طلایي وړانګې
په سندرو کې ستایلې
 او بیا ورو ورو
خپلو ځالو ته ورټول شول
سپیني ميږي شولي پنډي
شډل سپی یې خوا کې پریوت
دمُشه خره په انډي کې
شپانه دروی شپیلۍ کېښوه
شپې عالم په غیږ کې واخيست
سپوږمۍ پاس دغره په برج کې  
لکه چا پسي چې ګوري
لکه تا پسي چې ګوري
باد دورېځو لړۍ پرې کړه
تابه وېل چې داسمان ګرېوان شليدلی
اوس به ستوري ترې راتوی شي
دشپانه سترګې وي خښي
دآسمان په یوه څنډه
په دوو ستورو پسې سترګې رغړولي
په سپیرو شډلو شونډویې
د بې ربطي ټپې راګ وو
زړه یې ښه له درده ډک وو
خو ټپه وه ترې نه هېره
دا ټپه دنجونو میري
دګودر په لنډه غاړه
خدایزده څه وخت وه ویلې؟
خدایزده څنګه یې ویله ؟
اسمان ته لار دختو نشته

لیلا مجنون په عاشقي ختلي دینه
له هغه نه تر دا اوسه
په دې ستورو پسي ګوري
زړه یې غواړي چې اسمان ته وای ختلی
له دې ستورو سره سیال وای
دسپوږمۍ سکنی ورور وای
دسپوږمۍ په څېر به دی هم
یاداوه دنجونو میري
په کېسه مي کړلې ستړی
په باړخو دي خوله راغله
دا وريښمین دسمال درواخله
مرمرین لاس دي را اوږد کړه
زما په تا دخضر شک دی
داټوپک او ګردنۍ دي
نرۍ ملا نه کړي در ماته
هسي نه تر شهادت دي ړومبی یاره!
چیرته حوري  رانه یوسي
خدایزده زه تر هغو حورو
لا په تا باندي مین یم
په اخلاص دي آفرین شه!
خدای پاري خلګ مي خوښ دي
په خدای ډېر راباندي ګران یې
ته په خدای باندي مین یې
 زه په تا باندي مین یم
ستا دوریځو تر خنجر لاندي زه وینم
چې دوه برګ پړانګان وېده دي
هسي نه چي عزرایل شي
 هسي نه چې  روح مي واخلي
له بېلتونه به مي ساتې
اخ له ما سره یې  څومره جفا وکړه
دوی دي شي داور پیلوزي
چا چې زما په سرنوشت دي لوبي کړي
ته هغه وخت وې وړوکی
 مشري خور به دي په غیږ کې ګرزولې
زه ځلمی وم لکه ته اوس
په سنګر باندي مین وم
لکه زه چې اوس تا ستایم
زه هم داسي چا ستایلم
ما به کټ مټ لکه ځان داسي ګڼلو
ما ویل ما به ویل چې
دا دبدر پریښتې دي
ابوجهل ته غصه دي
تر مهین پټکي یې جار شم
ګوره څومره ښه ښکاریږي
پیغمبر یې قومندان دی
په نېزه کې به سر راوړي  د بوجهل
په عتبه به کړي مور بوره
دشېبه مرۍ به پرې کړي
له ابلیسه به دتېښتي لوری ورک کړي
په میدان به زوږ دالله اکبر وي
په سرو شونډو به مسکا دپیغامبر وي
مهارت به یې دتوري داښکاره کړي
چې شروع شوله شروع نړۍ دفتحو
که منې چې دانسان پیژانده ګران دي
اوزه هم یوآدم زاد یم آدم زاد یم
باید وخت ناوخت شم سهوه
نوزه ډېر وم تیروتلی
چې په چا مي دا ګمان وو
هغه څوک دغسي نه وو
چې یې کړه دپرښتو وو
هغه بل وو هغه بل وو
هغه کټ مټ لکه ګل وو
عظمت ته یې پامیرونه لاس په نام وو
ورکولې رود نېل په زړه کې لاري
تابه ویل چې له ایمانه زیږېدلی
دغه بل ابو الهوس خو
ماته سختي ورځ را وښود
هغه ورځ ده په ما ګرانه
هغه زما دقربانۍ اوله ورځ ده
دشیطان په چاراهي کې
مي کرل داور تخمونه
پام مي نه وو چې بنګني
زما په مخکي کوم یو مین
له هوا نه کړه په نښه
په نازک مخ مي اور بل شو
نابغه ښايست مي لوټ شو
دواړه سترګې مي شوې پټي
بوالهوس رانه لاس واخیست
بیا یې نه دي راته ویلي

چې :

په اخلاص دي آفرین شه!
خدای پاري خلګ مي خوښ دي
په خدای ډېر راباندي ګران یې
ته په خدای باندي مین یې
زه په تا باندي مین یم
خو دا بل راسره ژاړي
دومره ژاړي چې ويریږم
چیرته نه  چې  زما په څير دي
هغه هم تاسو ته اړ شي

مولوي عبد الاحد (حماد)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x