نړۍ

لندن محکمه: د بريتانوي عسکرو لخوا د افغانانو زنداني کول د قانون خلاف و

د بريتانيا يوې محکمې افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو لخوا د افغانانو نيول ناقانونه وبلل او زياته يې کړه، چې د دوی د ځواکونو دا عمل د قانون خلاف و.
دا قضيه هغه مهال راپورته شوه، چې بريتانوي ځواکونو د سردار محمد په نوم يو تن د هلمند کجکي ولسوالۍ څخه په دې تور نيولی و، چې ګواکې د طالبانو قومندان دی.
سردار محمد د ۲۰۱۰ کال د اپريل مياشت په اووم تاريخ نيول شوی و او را خلاصيدو وروسته يې د بريتانيا په يوه محکمه کې پر بريتانوي عسکرو دعوه وکړه، چې د بند پر مهال نوموړو ځواکونو د بشري حقونو سپکاوی کړی دی.
د محکمې قاضي په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې د اولو څلورو ورځو لپاره د سردار محمد نيول قانوني و، ولې تر ۱۰۶ ورځو پورې يې بندي کول او وهل ډبول يې د قانون خلاف عمل دی.
قاضي و ويل، چې کله موږ له هيواده بهر خپل پوځونه ليږو نو بايد د قانون حدود ټول ور معلوم وي او پدې اړه له ټول ميکانېزم څخه خبر وي.
قاضي په خپله فيصله کې زياته کړه، چې د دوی د ځواکونو لخوا د افغانانو نيول د قانون خلاف عمل دی.
د بريتانيا دفاع وزارت وايي، چې د محکمې د يادې پريکړې په اړه به د استيناف غوښتنه کوي.
د بريتانيا د دفاع وزير فليپ هامونډ وايي، چې دی د محکمې پريکړې ډېر انديښمن کړی دی او په دې اړه به محکمه کې د استيناف غوښتنه وکړي.
د محکمې له پريکړې وروسته هامونډ په خپلو خبرو کې و ويل، چې دوی نشي کولای خپل پوځيان دواړه لاس تر شا تړلي د جګړې ډګر ته وليږي.
هامونډ زياته کړه، چې د دوی عسکر بايد خپل دښمن ونيسي، څوک چې پر بريتانوي او نورو کسانو بريدونه کوي.
هامونډ و ويل، چې محکمې يې د استيناف غوښتنه ونه منله، نو دوی به پر نورو لارو هم فکر وکړي، تر څو د دوی د عسکرو کار د قانون خلاف ونه بلل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x