fbpx

بیګ بیش لیګ: د نبي غوره توپ اچونې یې لوبډله له ماتې ونه ژغورله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې نن جمعه د محمد نبي او پرت سکروچر لوبډلې ترمنځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د نبي غوره توپ اچونې یې هم لوبډله له ماتې ونه ژغورله.

لوبه کې پچه د سکروچر لوبډلې وګټله او د نبي لوبډله یې لومړی توپ وهنې ته راوبلله، د نبي لوبډلې په شل اورونو لوبولو سره د ۹ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۳۰ منډې جوړې کړې.

ددوی لخوا هیڅ کوم لوبغاړي ځلیدونکې لوبه ترسره نکړه، خو مارکُس هیري د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته ۳۲ او ټام کوپر ۳۴ منډې ترسره کړې.

محمد نبي ته په لومړي ځل د توپ وهنې چانس په لاس ورغی خو نوموړي هیڅ کومه شپږیزه یا څلوریزه ونه وهله، او د ۱۶ توپونو په لوبولو سره یې ۱۳ منډې جوړې کړې، د سکروچر لوبډلې لخوا میچل جانسن غوره توپ اچونه وکړه او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول.

په ځواب کې مقابل لوبډلې په پېل کې د نبي د غوره توپ اچونې سره هم کومه ویکټه له لاسه ورنکړه، چې په پای کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ټاکلی هدف پوره کړ.

محمد نبي د ۴ اقتصادي اورونو په کولو ۱۶ منډې ورکړې او یوه مهمه ویکټه یې ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د بیګ بیش لیګ په تېرو څو سیالیو کې محمد نبي او په ځانګړي ډول راشد خان په غوره توپ اچونه د بیګ بیش په سیالیو کې نوی شهرت ترلاسه کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د