fbpx

کرېکټ: د ۲۰۱۷ کال غوره تقاعد شوي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د نړۍ په هره لوبه کې انسان که څومره هم خواري وکړي خو بالاخر پای مومي، همدارنګه په نړیواله کچه مشهوره لوبه کرېکټ هم هر کال خپل ستوري له لاسه ورکوي، په همدې مناسبت دلته د نړۍ څو غوره لوبغاړي ذکر کوو چې کلونه کلونه یې د کرېکټ  لوبې خدمت وکړ.

یونس خان Younis Khan

یونس خان د پاکستان کرېکټ لوبډلې غوره توپ وهونکی دی، نوموړي د پاکستان ټیسټ لوبې ته نوی روح ورکړ، یونس خان د پاکستان لخوا لومړی لوبغاړی دی چې په ټیسټ لوبو کې یې 10000 منډې جوړې کړي دي، په دې کې 34 سلیزې شاملې دي، ددې سره نوموړي 5 ډبل سلیزې او یو تریپل سلیزه وهلې ده.

نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې هم تر ډېره د پاکستان نمایندګي کړې، ده په یو ورځنیو لوبو کې له 7000 څخه زیاتې منډې جوړې کړي، همدارنګه د 2009 کال په شل اوریزو نړیوال جام کې د خپلې لوبې تر لوبډلمشرۍ لاندې هېواد ته نړیوال جام اتلولي وګټله.

اشیش نهرا Ashish Nehra

د هند کرېکټ لوبډلې تېز توپ اچوونکی اشیش نهرا د نړیوال کرېکټ په جریان کې 12 جراحي عملیات ترسره کړي دي، نوموړی د هند کرېکټ لوبډلې غوره توپ اچونکی و، په 2003 نړیوال یو ورځني جام کې نوموړي خپل مشهوره توپ اچونه ترسره کړه، ده په یوه لوبه کې د 23 منډو په بدل کې د انګلستان 6 لوبغاړي سوځولي و.

38 کلن اشیش نهرا د ملا او پښو دردونو او ټپي کیدو له امله د 2005 او 2009 تر منځ کلونو کې له کرېکټ لرې وساتل شو، له دې وروسته د 2011 نړیوال جام لپاره لوبډله کې شامل شو، چیرې چې نوموړي د پاکستان په وړاندې په نیمه پایلوبه کې مهمه توپ اچونه ترسره کړه او لوبه یې وګټله، دا دده د یو ورځنۍ لوبو وروستۍ لوبه وه، له دې وروسته اشیش نهرا یو ځل بیا ټپي کیدو له کبله له لوبو کینول شو، خو داسې ښکاریده چې دا د نوموړي د لوبو پای دی.

په هر صورت، اشیش نهرا په 2016 آی پي ایل سیالۍ کې له راښکاره کیدو وروسته له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ، نوموړي په ټولو نړیوالو لوبو کې د خپل هېواد لپاره 235 ویکټې ترلاسه کړي.

مصباح الحق Misbah ul Haq

مصباح الحق پاکستان لوبډلې ته په 2001 کال کې په لومړي ځل ځای وموند خو کامیاب نشو، او د شپږو کالو لپاره له لوبو لرې کړای شو، هغه په 2007 کال کې په داخلي لوبو کې په غوره توپ وهنې سره لوبډلې ته راستون شو، په همدې ډول نوموړي په 2007 نړیوال شل اوریزو جام کې په غوره توپ وهنې سره لوبډله تر پایلوبې ورسوله، او پایلوبه کې يې د هند په وړاندې غوره توپ وهنه وکړه خو بریا یې ترلاسه نه کړه.

د پاکستان لوبډلې د 43 کلن مصباح الحق تر لوبډلمشرۍ لاندې ټیسټ لوبو له ډیر وخت وروسته نوی روح ورکړ، او دده په لوبډلمشرۍ کې پاکستان د ټیست لوبو لومړۍ لوبډله شوې وه.

نوموړي په 75 نړیوالو ټیسټ لوبو کې د 10 سلیزو په شمول 5222 منډې، په 162 یو ورځنیو لوبو کې 5122 منډې جوړې کړې خو هیڅ کومه سلیزه یې ونه وهله، همدارنګه یې په 39 شل اوریزو لوبو کې 788 منډې جوړې کړې.

شاهد افریدي Shahid Afridi

د کرېکټ په نړۍ کې تر ټولو مشهوره څیره، شاهد افريدي د پاکستان لوبې یو رعب جوړوونکی لوبغاړی و، تر کومه به چې دی سوځیدلی نه و مخالف لوبډلې به د بریا سوچ نه کوو.

شاهد افریدي 1996 کال کې د سرېلنکا په وړاندې پخپله دوهمه لوبه کې د نړۍ ستر ریکارډ (په 37 توپونه سلیزه وهلې وه) پخپل نوم کړ، چې تر کلونو کلونو دده په نوم پاتې شو، د نوموړي د تیز مزاجه لوبې ته په کتلو سره د ټیسټ لوبغاړی نه ښکاریده خو بیا هم نوموړي د پاکستان لوبډلې لپاره یو شمیر ټیسټ لوبې ترسره کړي.

آل راونډر (توپ اچونکی او وهونکی) شاهد افریدي په 27 نړیوالو ټیسټ لوبو کې 1716، په 398 یو ورځنۍ لوبو کې 8064، او په 98 شل اوریزو لوبو کې 1405 منډې جوړې کړې دي، همدا ډول نوموړي په ټیسټ لوبو کې 48، په یو ورځنۍ لوبو کې 395 او په شل اوریزو لوبو کې 97 ویکټې ترلاسه کړي دي چې په مجموعي ډول نوموړي په نړیوالو لوبو کې 543 ویکټې ترلاسه کولو سره 11 ځل په شل اوریزو لوبو کې د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی چې تر دې دمه نړیوال ریکارډ دی.

سعید اجمل Saeed Ajmal

سعید اجمل د پاکستان کرېکټ په تاریخ کې یو له غوره توپ اچوونکو څخه شمیرل کیږي، خو په داسې حال کې کله به چې سعید اجمل ویکټې اخیستل شروع کړل، له پاسه به پرې د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا بندیونه ولګیدل، نوموړي په 2012 کال کې کله چې د انګلستان په وړاندې په 3 ټیسټ لوبو کې 24 ویکټې ترلاسه کړې او لوبډلې ته یې په 3.0 بریا وروبخښله نو د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ددوی د قانون مطابق پرې په غلطه توپ اچونه بندیز ولګید.

40 کلن سعید اجمل په توپ اچونه کې د دوسرا ماسټر Master of Doosra په نوم مشهور و، دده په ځلیدونکي توپ اچونه پاکستان د 2009 نړیوال شل اوریز جام خپل کړ، همدا ډول دده په غوره توپ اچونه پاکستان لوبډله د 2010 شل اوریزو او 2011 یو ورځنۍ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته ورسیدل.

همدارنګه پر سعید اجمل څو ځله د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا بندیزونه ولګیدل چې په پای کې یې له نړیوالو لوبو تقاعد واخیست، نوموړي پخپلو نړیوالو لوبو کې 447 ویکټې له 25 نه په کم اوسط سره ترلاسه کړې دي.

ډاین سمیت Dwayne Smith

د ویسټ انډیز لوبډلې چټک توپ وهونکی پخپله لومړی ټیسټ لوبه کې په داسې وخت کې مهمه سلیزه ووهله کله چې ددوی لوبډله د سخت ازمیښت سره مخ وه، نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره په 105 یو ورځنۍ لوبو کې 1560 منډې او 61 ویکټې ترلاسه کړي، همدا ډول سمیت په 33 شل اوریزو لوبو کې 582 منډې جوړې کړې دي.

نوموړي له 2015 راهیسې د ویسټ انډیز لپاره هیڅ کومه لوبه ترسره نه کړه چې په پای کې یې له نړیوالو لوبو څخه د تقاعد پریکړه وکړه.

نوروز منګل Nawroz Mangal

د افغانستان کرېکټ لوبډلې ستر لوبغاړي نوروز منګل تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې چټک پرمختګ وکړ، همدارنګه دده تر لوبډلمشرۍ لاندې افغان لوبډلې د یو ورځنۍ لوبو دریځ ترلاسه کړ، او په لومړي ځل د نړیوالو شل اوریزو لوبو وړ وبلل شوه.

نوروز منګل د افغانستان لپاره د اوپنر او منځني لوبغاړي په ځای کې لوبه کوله، نوموړي په یو ورځنیو لوبو کې د 2 سلیزو په مرسته 1139، او په شل اوریزو لوبو کې 505 منډې جوړې کړې دي.

33 کلن نوروز منګل په 2010 کې د افغان لوبډلې لوبډلمشري کوله، چې یو له مهمو لوبغاړو څخه شمیرل کیده، او دده په شتون لوبډله د 2015 نړیوال یو ورځني جام ته وړتیا پیدا کړه، نوموړی له تقاعد وروسته د افغانستان په انتخاب کمیټۍ کې دنده ترسره کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د