افغانستان

بدخشان: د ځمکي ښوېيدو له امله د مړو شمېر تر ۳۰۰۰ اټکل شوی

نن ټکی اسيا: د کورنيو چارو وزارت وايي، چې د هيواد شمال بدخشان ولايت کې د ځکمې د ښويدو  له امله لږ تر لږه درې سوه کورونه تر خاورو لاندې شوي، چې نژدې ۳۰۰۰کسان پکې وژل شوي او د نورې مرګ ژوبلې انديښنه هم شته.
د بدخشان والي شاه ولي اديب وايي، چې نوموړې پېښه د ارګو ولسوالۍ په اب باريک نومې کلي شوې او شاوخوا درې سوه کوره خاورو لاندې کړي دي.

اديب زياتوي، چې ځمکه يو ځل وښويده، چې د سيمې خلک د زيانمنو کسانو مرستې ورغلل، نو دوهم وار ځمکې ښودېدو دغه کسان تر خاورو لاندې کړل.
والي زياته کړه، چې د سيمې نژدې ۷۰۰ کورونۍ د ځمکې ښويدو له خطر سره مخ وې، چې مرستندويه ډلو خوندي ځايونو ته ويستي دي.
ويل کيږي، چې اوس هم شاوخوا ۳۵۰ کسان تر خاورو لاندې دي.
ملي اردو، پوليسو او نورو مرستندويه ډلو د پېښې ځای کې د خلکو د ژغورنې کارونه پيل کړي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x