افغانستان

جوزجان کې داعشیانو له دوو ملا امامانو سرونه پرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د جوزجان د والي ویاند وايي، د داعش وسله والو له ۱۲ تښتول شویو دیني عالمانو له ډلې څلور تنه وژلي دي.

د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري وايي، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش اړوند وسله والو ۱۲ دیني عالمان له حکومت سره د همکارۍ په تور تښتولي وو، چې د دوو تنو سرونه یې پرې کړي او دوه تنه یې په ډزو وژلي دي.

دی وايي، یادو دیني عالمانو له حکومت سره همکاري نه لرله؛ خو  وژل شویو دیني عالمانو په خپله سیمه کې خلکو ته تعویذونه لیکل او د همدې له امله یې سرونه ترې پرې کړي دي.

د جوزجان سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له داعش سره چیچنیايي، الجزایري او فرانسوي وګړي ځای شوي دي او په قوش تپه او درزاب کې یې فعالیتونه پیل کړي دي.

تېره ورځ د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمه صدف ویلي وو، چې د داعش اړوند وسله والو ۱۲ ملا امامان نامعلوم لوري ته وړي، چې تراوسه یې درک معلوم شوی نه دی.

صدف په دغه ولایت کې د ۲ زره داعشیانو د شتوالي خبر ورکړی و، چې په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کې یې فعالیتونه پیل کړي دي.

په تېره نومبر میاشت کې د داعش وسله والو د قوش تپې او د لیلې دښتې له سیمو د ځايي خلکو ۴۰۰ پسونه په زور وړي وو.
داعش درې کاله وړاندې لومړی حضور د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې وکړ؛ خو اوس یې فعالیتونه د هېواد شمال ته رسېدلي دي.
د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د داعش پر ضد عملیات پیل شوي او جګړه تراوسه د حکومت او داعشي وسله والو ترمنځ روانه ده.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د داعش له وسله والو یې لسګونه کلي پاک کړي او پاتې کلي به ترې هم پاک کړي.

د تېرې پنچ شنبې په ورځ د داعش وسله والو د صدای افغان او تبیان فرهنګي ـ سیاسي مرکز پر ودانۍ برید کړی و، چې ۴۰ تنه یې وژلي وو او ۵۳ نور یې ټپیان کړي وو.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

داعشیان د اسلامی نړی بلیک واتر دی ، زیاتره پکی عربان او غربیان ګډ دی یعنی مشری یی دغربیانو سره ده ، هر مسلمان هغوی ته طالب او د خپلواکی غوښتونکی دی کله چه مونږ د افغان یا مسلمان نوم اخلو په هغوی کی د کابل د غلامی اداری یو غړی هم نه راځی هغوی نه افغانان ، ناه مسلمانان او نه حتی انسانان دی حیوانات هم پری شرف لری دوی ته په قران عظیم الشان کی د اسفل سافلین نوم ورکړی . یعنی تر داعشیانو هم ښکته مخلوق دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x