طالبان: روان کال کې یې ۷۵۰۰ بریدونه کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روان ۲۰۱۷ز کال د بریدونو، بهرنیو او کورنیو ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې او د نیول شویو سیمو شمېر ښکاره کړی دی.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روان کال یې د بریاوو ډک کال و او په خبره یې «دُښمن» ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

طالبانو په روان کال کې افغان ـ امریکايي ځواکونه د دوی پر وړاندې روحاً ځپل شوي یاد کړي او افغان ځواکونو سره یې د خلکو کمه همکاري او د طالب جنګیالیو لوړ مورال یې د دوی د ناکامۍ ستر علت بللی دی.

« له روحي پلوه دښمن ځپل شوی وو، د جګړې په میدان کې يې وارخطايي ډيره وه، د خلکو همکاري ورسره نه وه، بلخوا مجاهدين د جهاد په عالي روحيه جنګیدل، په کمو کسانو يې ډير لوی قوت ته ماتې ورکوله، په فدايي او نفوذي بریدونو سره يې دښمن ته سخته صدمه رسوله، د ایماني قوت څخه برخمنو مجاهدينو سره د الله تعالی نصرت ملګری وو.»

د اعلامیې له مخې، په روان کال کې یې طالبانو ۷۵۰۳ لوی او واړه بریدونه کړي، چې ۴۸ یې سرتېري بریدونه وو.

په دغو بریدونو کې ۲۸۹ بهرني عسکر وژل شوي او ۱۲۴ ټپیان شوي دي او د حکومت ۱۴۹۳۸ پولیس، اردو، اربکیان او د استخباراتو کارکوونکي وژل شوي او د همدغو له ډلې ۹۴۳۰ ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، په وژل شویو کې ۴۰۸ لوړ پوړي قومندانان وو، چې د هېواد په جلا ـ جلا سیمو کې وژل شوي دي.

همدارنګه په روان کال ۴۱۹۶ پولیس، اربکیان او د ملي اردو عسکرو د دولت لیکې پرېښي او ورته تسلیم شوي، چې ۳۲۳ میله سپکه او درنه وسله یې هم طالبانو ته سپارلې ده.

طالبان وايي، په روان کال کې یې د افغان حکومت ۲۹۷۶ وسایط او موټرې هم له منځه وړي، چې ۲۰ چورلکې او طیارې هم پکې شاملې وې.

د طالبانو د ویاند د ادعاوو په باره کې تراوسه د ملي دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت ریاست کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوه ورځې وړاندې د علماوو شورا ویلي وو، چې طالبان اوسمهال د هېواد پر ۶۰ سلنه خاوره حاکمیت لري او دغه ډله د جګړې له لارې نه شي ځپل کېدای او افغان حکومت باید د جګړې پر ځای له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د