نړۍ

په جامعه قاسميه کې د مفتيانو دفراغت په مناسبت غونډه وشوه

پنجشنبه د۲۰۱۲/۵/۱ نېټه  په جامعه قاسميه اکوړه خټک کې ۸ تنو عالمانو ته د افتاء د زده کړو او ۵ قاريانو  ته دقرانکريم دتجويد  د بشپړولو په وياړ دفضيلت دستارونه ورپه سر کړی شول.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه ګڼ شمېر علماء کرامو مشايخو عظامو، قاريانو، طالبانو او عامو مسلمانانو ګډون درلود سهار پيل او تر غرمې يې دوام درلود چې پکې ګڼ شمېر علماء کرامو او  مشائخو عظامو ويناوې وکړې چې دعلم او عالمانو په فضيلت يې رڼا واچوله ورپسې د جامعه قاسميه د ۵ تمهيدي ټولګيو زده کوونکو په خپل وار په پښتو،عربي،دري،او انګليسي  ژبو مقالې او تقريرونه دغونډې برخه والو ته واورول.

په پای کې د جامعه قاسميه مهتمم مولانا مفتي حبيب الله قاسمي دغونډې له برخه والو نه مننه وکړه چې له دوی سره يې په دغې غونډه کې ګډون وکړ او دجامعې راتلونکي علمي پروګرامونه او پرمختګونه يې واضح کړل.
ديادونې وړ ده چې جامعه قاسميه خپل ځانګړی علمي نصاب لري چې دهمدې جامعې د تعليمي نصاب دکميټې له لورې تيار شوی  دی.
په ياده جامعه کې لومړی پنځه تمهيدي ټولګي دي چې په کې زده کونکو ته پکې د ديني علومو ترڅنګ  عصري مضامين لوستل کيږی .
دهمدې جامعې د پنځو تمهيدي ټولګيو څخه فارغ شوی طالب العلم کولی شي چې عربي په ښه ډول وويلی شي اووليکل شي همدغه راز دپښتو کره ليکدود او ګرامر او د انګليسي او کمپيوټرابتدايي زده کړه هم دهمدې جامعې دنصاب برخه ده
د جامعه قاسميه د زده کوونکو وړتيا او استعدادونه له دې امله هم ډيرښه دي چې استادان يې يوازې په تعليمي چارو بسنه نه کوي بلکه دهغوی هر راز علمي،فکري، او د طالب دټولنيز شخصيت جوړيدنې فکر هم لري چې ددې لپاره په اوونۍ کې يوځل يوه غونډه کوي چې طالبان پکې په بيلابيلو موضوعاتو ليکنې او ويناوې وړاندې کوي چې دهغو دغه استعدادونه او وړتياوې دغونډې برخه والو هم په خپلو سترګو ولېدې چې له لومړي ټولګي څخه ترپنځم تمهيدي ټولګي پورې زده کوونکو له اټکله پورته ويناوې او مقالې وړاندې کړې.

qasamya3
همدغه راز پکې دوه کلن دفقې او حديثو د تخصص نصاب هم شامل دی چې له دې دورې فارغ شوی عالم يوازې ديني عالم نه بلکه يو ښه ليکوال ښه ويناوال او ښه مناظر هم وي.

qasamya2
ديادونې وړده چې ددې جامعې  د بنسټ ډبره په ۱۴۲۵ سپوږميز کال دهيواد نامتو علمي شخصيت ارواښاد مولوی رحيم الله  (زرمتي) له خوا کېښودل شوه چې موخه يې دهېواد دبچيو په اسلامي او عصري زده کړو سنبالول او له شخص نه شخصيت جوړول و  چې دادی اوس ګڼ شمېر دديني علومو زده کوونکي له دې چېنې څخه خپله علمي تنده خړوبوي.

qasamya4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x