افغانستان

يونیسیف: تېرو نهو میاشتو کې ۷۰۰ ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې وجهي صندوق «یونیسیف» وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په تېرو نهو میاشتو کې یوازې افغانستان کې ۷۰۰ ماشومان وژل شوي دي.

د دې ادارې د بيړنیو پروګرامونو مشر مانویل فونتاین وايي، یمن کې تر دې هم وضعیت خراب دی، هلته هره ورځ پنځه ماشومان وژل کېږي، چې تر اوسه پورې ۵ زره ماشومان وژل شوي دي.

د هغه په خبره جګړه کوونکي له ماشومانو نه د سپر په توګه کار اخلي، ځکه يې د وژنو شمېره ډېره شوې ده.

یونیسیف دا د ماشومانو په حق کې لوی زیاتی ګڼي او ټینګار کوي چې ماشومان به یاد له جنګي ډلو لرې وساتل شي.

دا په داسې حال کې دی چې افغانستان کې د امریکا له نوې ستراتېژۍ سره د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه شوې ده، چې ډېری قربانیان يې ماشومان او مېرمنې دي.

پر دې سربېره په پوځي لیکو کې د ماشومانو استخدام هغه ستونزه ده، چې د مرګ ـ ژوبلې تر څنګ يې د «بچه بازۍ» ستونزه هم پیدا کړې ده.

د روان کال په زمري میاشت کې په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار ادارې – سیګار – خبر ورکړ، چې افغان ځواکونه د جنسي اړیکو لپاره لا هم له هلکانو ګټه اخلي.

د سیګار د راپور په لنډیز کې راغلي و چې امریکايي ځواکونه هم د دولتي ځواکونو پر دغه جرم سترګې پټوي او د افغان چارواکو پالیسي هم ناڅرګنده او پیچلې ده، او زیاته کړې يې ده چې حتی ځیني وخت ددې پر ځای چې پر ماشومانو جنسي تیری کوونکي وپيژندل شي او محکمه شي، د قومندانانو د هوس قرباني شوي ماشومان او هلکان مجرم پيژندل کیږي او بندیانیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x