افغانستان

سیاف: ارګ او بلخ دې تر دې «کوچنیو کیسو» تېر شي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ او ارګ د ناندریو په اړه عبدرب الرسول سیاف ویلي، دوی دې تر دې «کوچنیو کیسو» تېر شي.

سیاف چې یوې علمي ناستې ته خبرې کولې، د ارګ او بلخ دویمې اوونۍ ته ننوتونکې لانجه يې کوچنۍ کیسه وبلله.

عطامحمد نور چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې يې ارګ د لرې کېدو د استعفا د منل کېدو خبر ورکړ، لا هم د بلخ پر والیتوب ټینګار کوي.

نور ټینګار کړی، چې که يې شرطونه ونه منل شي، نو د حکومت تر پایه به والي وي.

که څه هم ارګ د سیمه ییزو ارګانونو له لوري انجینر محمد داود والي معرفي کړی، خو جمعیت ګواښ کړی چې د ارګ او بلخ تر منځ دې سیمه ییز ارګانونه ځان نه شریکوي.

سیاف وايي، په هېواد کې تر دې مهم مسائل دې چې باید بحث پرې وشي، په وینا يې موږ باید د هېواد د پرمختګ په اړه وغږېږو.

لا هم د ارګ او بلخ تر منځ د روان کشمکش حل نه دی په ډاګه شوي، د شنونکو په باور ښايي پر یوې پټې معاملې پای ته ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د انسان په جامه کی ابلیس اسافه ( دجاله ) د جهنم اور در پسی لمبی وهی ستا په انتظار دی په هماغه ډالرو کی به دی سیزی چه تاسی او ستاسی نورو ملګرو جمع کړی دی ، په دی ژوند کی د څومره دلت سره الله ج مخ کړی او اخرت خو دی وروسته خبره ده ، د یاسر صاحب توصیو ته جدی پام او تجدید نظر وکړه تر اوسه لا ژوندی یی د توبی قبلولو دروازی خلاصی دی ګوند الله ج دی وبخښی په دی شرط چه د زړه له اخلاصه او رشتونی توبه وباسی

نورالدین

#### ستا دکفر ملگری ھم کوچنی کیسہ دہ

mha

This is not small story, it is a big story that Ata mohammad does not obey the president order. Actually Atta doesn’t want his properties and assets be revealed.

افغان

جنګ سګها خیر فقیران است ، یعنی جنګ غنی و غطا خیر ملت مظلوم هست. سګ برادر شغال است ، یعنی غنی سګ و عطا شغال هست . سیاف ( عبدالدجال ) که به ایساف هم شهرت دارد مفتی ناتو و امریکا هست غنی سیاف او عطا دری واړه د دجال غلامان او د دجال له اشغال وروسته زمونږ به مظلوم اولس په زوره چارواکی شوی ، نه غنی زمونږ د مظلوم اولس له خوا ټاکل شوی جمهور ریس ، نه عطا والی او نه سیاف مفتی دی د دجال له خوا زمونږ د مظلوم اولس د استثمارولو او غلامولو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x