افغانستان

طالبانو په هلمند کې یو کس د قتل په جرم اعدام کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې طالبانو یو تن د دوو تنو د قتل په جرم په عام محضر کې اعدام کړی دی.

د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي، چې دغه پېښه پرون د ماسپښين لمانځه وروسته په عام محضر کې شوې ده.

دی وايي، دوی د پېښې په اړه خبر شوي؛ خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي منلې ده، چې دغه کس د دوی ملګرو اعدام کړی دی.

د احمدي په خبره، اعدام شوی کس محمد داود نومېده او څه میاشتې وړاندې یې د یوه کور یو سړی او یو مېلمه وژلي وو او یوه مېرمن یې ټپي کړې وه.

دی وايي، محمد داود د محمد عوض په نامه د یو کس کور ته د غلا لپاره ورغلی و او دوه ملکي وګړي یې وژلي وو، چې د قضايي برخې د پرېکړې پر بنسټ پرون په عام محضر کې اعدام شو.

طالبانو له دې وړاندې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د غلا، قتل، انسان تښتونې او په نورو جرمونو ککړ کسان اعدام کړي وو.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د غلا، قتل او انسان تښتونې په جرمونو ککړو کسانو ته د بند سزا ورکول کېږي؛ خو طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې داسې کسان اعداموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x